روزنامه هیواد

په سلو کلونوکې د ښځو د فرهنګی وضعیت د ارزونې سیمینار)) لپاره د تیاری هڅې

 (( په سلو کلونوکې د ښځو د فرهنګی وضعیت د ارزونې سیمینار)) د جوړولو د تیاری څلورمه غونډه پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسینې ساپۍ په مشرۍ جوړه شوه.په دې غونډه کې د سیمینار د جوړولو د کمېسیون غړو د هغو دندو په اړوند چې په تېره غونډه کې د سیمینار په لسګونو برخوکې هغوى ته سپارلې شوې وې؛ د خپلو کړنو رپوټونه وړاندې کړل.حسینې ساپۍ د کمېسیون د غړو د رپوټونو له اورېدو وروسته ټینګار وکړ چې د هرې برخې مسوول باید د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره د دغه سیمینار په لازیات پرتم سره د جوړولو په موخه زیاتې هڅې وکړی.په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالی، اداری او د ګرځندوى معیـینې پوهنیارې سیدې مژګان مصطفوی د سیمینار د مالی موضوعاکاتو او لګښتونو د برابرولو په اړوند خبرې وکړې او ویې ویل چې د دغه سیمینار د جوړولو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالی او اداری برخه د توان په حدودوکې هڅه کوی چې د نظر وړ بودجه برابره کړی.دغه راز د هېواد د لومړۍ مېرمنې فرهنګی سلاکارې زهرې یوسف د دغه سیمینار د معنوی بډاینې په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.غونډه په مشخصو کارونو د کمېسیون د غړو په توظیف سره پاى ته ورسېده.

ممکن است شما دوست داشته باشید