روزنامه هیواد

په سریلانکا کې د بریدونو پړه داعش ډلې ومنله

په سرىلانکا کې په کلىساوو او هوټلونو د برىدونو پړه داعش وسله والې ډلې ومنله  .په داعش پورې تړلې وېبپاڼې اعماق کې وړمه ورځ د اپرېل مىاشتې په ۲۳ مه دغه ادعا وکړه ، خو لا تر اوسه هم داسې کره شواهد نشته چې جوته کړی ىاد برىدونه د داعش ډلې له لوری شوی دی . د سرىلانکا د دفاع اىالتى وزىر پارلمان ته وىلی ، چې ګمان کىږی چې ىاد برىدونه دې د نىوزلنډ برىدونو په غچ کې شوی وی ، خو اىالتی وزىر د کومې ډلې نوم ندى اخىستى .د اپرېل په ۲۱ مه د سرىلانکا پلازمېنې کولمبو کې په درېـىو کلىساوو او دوو هوټلونو باندې هغه مهال هم مهاله بربدونه وشول چې د کولمبو په شمېر کلىساوو او مجللو هوټلونو کې د (اىستر) په نوم مذهبی مراسم نمانځل کېدل،  په برىدونو کې ۳۱۰ تنه ووژل شول او تر ۵۰۰ زىات نور ټپىان شول . حکومت په ىاده پېښه کې د لاس لرلو په تور ۴۰ تنه نىولی چې پوښتنې او ګړوېږنې ترې روانې دی . د سرىلانکا د حکومت ىوه لوړ پوړی چارواکی رسنىو ته وىلی ، چې بهرنىو استخباراتو له مخکې دوى ته د برىدونو خبر ورکړى و. له ىاد برىد څخه ىوه ورځ وروسته حکومت په سرىلانکا کې بېړنىحالت اعلام کړاو د ىادې پېښې د جدی پلټنې امر ىې کړى دى .

ممکن است شما دوست داشته باشید