روزنامه هیواد

په سرپل کې د ىوه زورواک قوماندان د نىولو په عملىاتو کې ۱۴ کسان وژل شوی

د سىمه ىىزو زورواکانو د نىونو په لړ کې ۱۴ کسان په سرپل کې د ىوه زورواک د نىولو په مهال ووژل شول.د سرپل د والی وىندوى ذبىح الله امانی د چهارشنبې په ورځ  رسنىو ته ووىل، ۶ افغان امنىتی ځواکونه او د زورواک قوماندان مهدی مجاهد ۸ پلوىان په هغه نښته کې ووژل شول چې د سې شنبې په  ماښام د بلخاب ولسوالۍ په دهنه کلی کې ونښتل.امانی ووىل، چې د مهدی مجاهد د پلوىانو او امنىتی ځواکونو ترمنځ نښتې دوام وکړ .په دې نښته کې د مهدی مجاهد ۱۲ نور پلوىان ژوبل شوی دی.د دواړو خواوو ترمنځ نښته وروسته له دې پىل شوه،  چې افغان امنىتی ځواکونو د مهدی مجاهد د نىولو هڅه وکړه.د سرپل د والی وىندوى وایی، چې مجاهد د خلکو په وژلو، د قانون پر سرغړونې او د عام ولس په ځورولو کې لاس لری.نوموړی په بلخاب ولسوالۍ کې د ولسی جرګې د کاندىدانو د کمپاىن مخه هم نىولې ده.تر دې وړاندې د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ افغان امنىتی ځواکونو د غور ولاىت په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې ىو سىمه ىىز زورواک ونىوه.په سرجنګل کې قوماندان علی پور، چې په قوماندان شمشېر مشهور و، د امنىتی ځواکونو پر وړاندې مقاومت وکړ ، چې په نتىجه کې ىې ۱۱ تنه ووژل شول.نوموړى، د ډېرو بېګناه خلکو د وىنو په توىولو تورن دى، د غور ولاىت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په اسداباد کلی کې ونىول شو.همداراز د دوشنبې په ورځ په ننګرهار کې د سىمه ىىزو پولىسو پخوانى قوماندان بلال پاچا په ۶ کاله بند محکوم شو.پاچا، چې پخوا په اچىن ولسوالۍ کې د سىمه ىىزو پولىسو قوماندان و، په قتلونو، غلاوو او د شخصی بند په لرلو تورن و.

ممکن است شما دوست داشته باشید