روزنامه هیواد

په سرپل کې د زعفرانو کرکیله زیاته شوې ده

د زعفرانو ګل لومړى جشن وړمه ورڅ  په سرپل ولایت کې جوړ شو . دغه جشن د سرپل ولایت دکرنې او اوبو لګولو د ریاست  له خوا د سرپل د والی عبدالقادر اشنا، په ملی شورا کې  د سرپل د خلکو د استازو د ولایتی شورا د رییس ، د امنیې قوماندانۍ د امنیت د آمر، د ښځو په ګډون د زعفرانو دکروندګرو په ګډون د سرپل ښار  دکرنې په زېرمه کې نندارې ته د زراعتی محصولاتو او د زعفرانو د ګل په وړاندې کولو سره  جوړ شو. د سرپل والی وویل،چې د سرپل ولایت د زعفرانو د تولید او وړاندې کولو له درېیمو ولایتونو څخه دى هغه  د دغه ولایت له بزګرانوڅخه په ملاتړ سره زیاته کړه  چې اته کاله مخکې په سرپل کې د زعفرانو کرکیله پیل شوه او له نېکه مرغه  اوس یې د خلکو ترمنځ زیاته پراختیا موندلې او په لسګونه بزګران په دې برخه کې په کار بوخت دی . د سرپل والی له بزګرانو سره  په زیات ملاتړ سره د بازار موندنې او د زراعتی محصولاتو د ساتنې لپاره  د سړو خونو په جوړولو او د زعفرانو بزګرانو ته د لازمو اسانتیاو په برابرولو ټینګاروکړ . د سرپل د ولایتی شورا رییس وویل  چې سرپل  یو زراعتی ولایت دى او په تېرو ١٨ کلونوکې د دغه ولایت بزګرانو ته پاملرنه نه ده شوې او بزګران په بې وزلۍ کې ژوند کوی .  د سرپل دکرنې رییس وویل  چې له دغو ستونزو سره سره د دغه ولایت بزګران  په۶۰ جرېبه مځکه کې زعفران کرلې دی او د خپلو محصولاتو نمونې یې په شلوکړکیو کې په دغه جشن کې نندارې ته وړاندې کړی دی . دغه راز په دې نندارتون کې د دغه ولایت  د صنعتکارانو نور زراعتی محصولات اولاسی صنایع هم  نندارې ته وړاندې شوی دی .     باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید