روزنامه هیواد

په سروبی کې د سترې پروژې کار پیل شو

د سروبی د تپې کلی اوسېدونکى بهرام شاه وایی: دکلیو دبیارغاونې اوپراختیا وزارت دا دیوال جوړوی چې د خلکو کورونه او ځمکی له سیلاب څخه بچ شی.د سروبی د شنه جومات اوسېدونکى حاجی عثمان: کال په کال سېلاب راځی او زموږ کورونه او خلک له ځان سره وړی، هغه بل کال یې نږدې شل کسان یووړل. د سروبی د لوى کلی اوسېدونکى صالح: دا دیوال موږ ته انکشاف دهات وهی، کورونه به مو ورسره په امن کې شی.کابل؛ د مرکز په شمول د ١۴ ولسوالیو ( ده سبز، چهار اسیاب، پغمان، موسهی، قره باغ، استالف، فرزې، کلکان، ګلدرې ، میربچه کوټ، سروبی، بګرامیو، خاکجبار او شکردرې) له خوا او شا ۱۰۵۰ کلیو څخه جوړه جغرافیه لری چې سروبی یې لوېدیځ خوا ته د ۶۵ کیلو مترو په واټن لرې پرته ولسوالۍ ده. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت یوازې د خپل سیمه ییز پروګرام له لارې د دغې ولسوالی د  الکوزیو، لوى، بندل، ، کوزې کلا ، چندو، جاله وانانو، حسین خېلو، تورې چینې،  اوریاخیلو، صاحب زاده شیرآغا او ملک پتان کلیو کې د ۱۸ اغېزناکو، رغنیزو او ټولګټو  پروژو لمن ورغزولې او په جوړېدو یې د ځایی اوسېدونکو مخ ته دپرتو ستونزو په کموالی، هغوى ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې دی.  د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمی د ولایتی کاری سفرونو په دوام داځل د کابل د سروبی ولسوالۍ د حسین خېلو کڅ ته ولاړ او هلته یې د ۴۲۶۵ مترو په اوږدوالی د محافظوی استنادی دیوال د جوړېدو ډبره کېښوده. ددغه محافظوی دیوال لګښت چې ۱۳۱ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانۍ دی له ملی بودیجې څخه ورکړ شوى او په ترڅ کې به یې نږدې ۳۷ زره کاری ورځې رامنځته او په تطبیقېدو به  یې نږدې ۸ زره ځایی اوسېدونکی ورڅخه ګټه واخلی.د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر، د دې پروژې د کارد پیل په مراسمو کې لومړى د جلالتماب جمهور رییس محمد اشرف غنی تاوده سلامونه او نېکې هیلې د سروبی ولس ته ورسولې او د خپلو خبرو په دوام یې داسې وویل: خوښ یم چې نن له تاسو مشرانو، سپین ږیرو، محلی مسوولینو، ځوانانو او ژورنالستانو سره یو ځاى دلته د یوې داسې پروژې پرانیسته کوم چې د سروبی اوسېدونکی ورته ډېر اړمن دی. د دغې پروژې په تطبیق سره د دې سیمې د اوسېدونکو د ژوند پر ژغورلو سربېره د دوى کورونه، کرنیزې ځمکې او باغونه به د ضررمن سېلاب د خړو  او قهرجنو اوبو په بهېدو، چې هر لیدونکى ورته هیښ پیښ او تاوان یې د نه زغملو دی، تر ډېره بریده مخنیوی وشی.
ښاغلی کریمی د خبرو په دوام زیاته کړه، قدرمنو مشرانو په یاد مو دی چې د ۱۳۹۵ کال په اوږدو کې دلته سیلاب راغی او د سیند دواړو خواوو اوسېدونکو ته یې ډېر ځانی او مالی زیانونه واړول خو هماغسې پاتې نه شو، د جلالتماب جمهور رییس په سپارښتنه او ستاسو د مینې او محبت په ترڅ کې چې له خپلې خاورې سره یې لرئ، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سیمه ییز پروګرام لاس په کار شو او دا دى د ۱۳۹۸ کال په لومړۍ میاشت کې مو د دغې ګټورې  پروژې عملی کار پیل کړ، چې لګښت یې د هېواد له ملی بودیجې څخه ورکړ شوی او دا د هماغو مالیاتو ثمره ده چې ولس یې ورکوی. د دې پروژې په دوام د هغه نور پاتې ۱۲ زره متره محافظوی دیوال د سروې او ډیزاین چارې د سیمه ییز پروګرام د کارپوهو انجنیرانو له خوا په چټکۍ روانې  دی او د بودیجی په تر لاسه کولو سره به یې د جوړولو عملی
کار پیل کړو.
ښاغلی وزیر د سروبی د مشرانو او اوسېدونکو  د وړاندیزونو او غوښتنو په هکله داسې وویل:
د څښاک داوبو رسولو دپروژې سروې روانه ده . د ۲۵ ښوونځیو د جوړېدو عملی کار به د دغه کال په جریان کې پیل شی، د پله او ذخیروی بندونو د سروې او ډیزاین لپاره به مسوول کسان درولېږم. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام رییس بریالی هلالی چې په دغه سفر کې یې د ښاغلی وزیر ملګرتیا کوله په خپلو خبرو کې یې د دې محافظوی دیوال د ارزښت بل اړخ په راسپړلو داسې وویل: دلته سیلابې اوبه ډېرې ګړندی بهېږی، موږ به د دیوال په خواوو کې کټاف وال ساختمانونه جوړ کړو تر څو د سیلاب دګړندۍ بهېدو مخه ونیسی چې په ترڅ کې به یې د اوبو د جذب کچه زیاته او د ځمکې لاندې اوبه به تقویه شی او همدارنګه د سروبی د برښنا د بند کاسې ته به د سیلاب د خړې د ورتلو مخنیوی  به هم وشی. د سروبې ولسوال ګوهر خان بابر: د دغه اوږد محافظوی دیوال په جوړېدو به نور د دې سیمې د خلکو ژوند، کورونه او کرنیزې ځمکې د سیلاب له زیان اوښتو څخه بېغمه شی. تاسو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ته ډاډ درکوم چې د ولس په ملاتړ او په ټول توان سره به له دې پروژې په تطبیق کې پوره ونډه واخلم.
قومی مشر عبدالغفور تره خیل: زه د دې ځاى د سپین ږیری په توګه د حکومته مننه کوم چې داسې یو اساسی او پوخ کار موږ ته کوی. دغه خوړ د لوګر له ازرې ولسوالۍ  څخه سرحد لری او ډېر قوی سیلاب په کې راځی، هغه بل کال سیلاب راغى او د سیمې اوسېدونکو ته یې ډېر ځانی او مالی زیان واړاوه. موږ د انکشاف دهات له وزارت څخه هیله کوو چې د دې حیاتی پروژې کار په ټاکلی مهال ویش سره سر ته ورسوی تر څو پوله پټی، کلی، کور او ژوند مو په امن شی.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سیمه ییز پروګرام له  ۱۳۹۵ کال را په دې خوا د کابل په مرکز او دټولو ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې د نږدې ۳۱۳  میلیونو افغانیو په لګښت د محافظوی، استنادی او ګبیونی دیوالونو، د اوبو لګولو دسربندونو او کانالونو، پرسړک باندې د کرېړ اچولو، ژورې څا، ترناب، وسپنیز کانکریټی پله او کارېزونو جوړولو، رغولو او پاکولو ۶۸ پروژې چې د لګښت غټه برخه یې د ملی بودیجې او نوره یې آسیایی پرمختیایی بانک ورکړې تر کار لاندې نیولی دی چې د ۵۱  دغو پروژو کار بشپړ، پاتې نورې یې د کار په بېلابېلو  پړاوونو کې دی او په تطبیق سره به یې څه باندې  ۳۰۰ زره هېوادوال ورڅخه ګټه واخلی.

نقیب الله شېرزى

ممکن است شما دوست داشته باشید