روزنامه هیواد

په سالنګ کې نوی تونلونه  جوړېږی

د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وایی، چې په سالنګ کې به ۴ نوی تونلونه جوړ کړی ،چې د هېواد د شمال او جنوب ترمنځ په تګ راتګ کې آسانتیا رامنځ ته شی.د فواید عامې وزارت پر اساس، نوی تونلونه به د پل خاکی – دوشی، اولنګ – دوشاخ ترمنځ جوړ شی. د دې وزارت پر وینا د دغو تونلونو پر جوړولو به ۱۶ سوه میلیون (یو میلیارد او ۶۰۰ سوه میلیون) ډالر پرې لګښت وشی.د ټولګټوچارو وزارت د ۲۰۱۷ م کال په جولای کې له یوې استرالیایی کمپنۍ سره په سالنګ کې د نوی تونل د ډیزاین تړون په نږدې ۲۰ میلیون ډالر لاسلیک کړ.دا تونل ، چې ۱۲ کیلومتره اوږدوالی لری، د آسیایی پراختیایی بانک په مالی مرسته به جوړ شی.د فواید عامې وزارت وایی ،چې د سالنګ نوی تونل به په جنوبی سالنګ کې د اولنګ له سیمې پیل په شمالی سالنګ کې تر دوشاب سیمې ورسېږی او دا به د سیمې تر ټولو اوږد تونل وی.د سالنګ لاره هر کال په ژمی کې د واورې له اورېدو له امله بندېږی.د سالنګ اوسنی تونل په ۱۹۶۴ م کال د پخوانی شوروی اتحاد د انجنیرانو له لوری جوړ شو.ویل کېږی چې افغانستان پر دغه تونل او سړک هماغه وخت ۶۳۶ میلیون ډالر لګښت کړی وا.د سالنګ اوسنی تونل ۵ متره لوړوالی، ۶ متره پلنوالی او ۲ کیلومتره او ۷۰۰ متره اوږدوالی لری.سالنګ تونل د افغانستان د نورو تاسیساتو په شان په کورنیو جګړو کې زیانمن شو. دا تونل او هغه ته په لاره برنډې، چې د راشو (برفکوچونو) د مخنیوی لپاره جوړې شوې وې، په ځانګړی ډول هغه مهال سخت زیانمنې شوې چې طالبانو شهید احمدشاه مسعود ته په جګړه کې ماتې ورکړه او مسعود د شمال لور ته د تېښتې په مهال په تونل کې بمونه وچاودول.د طالبانو له واکمنۍ را وروسته افغان حکومت او نړیوالو مرستندویانو په لسګونه میلیون ډالرو د تونل پر ترمیم لګولی، خو لا هم دا تونل اساسی رغونې ته اړتیا لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید