روزنامه هیواد

په زابل کې د بزګر ورځ ونمانځل شوه

د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې نوى کال او د بزګر مېله په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه. دا مراسم، چې د کلات د بالاحصار د شیخ متی د مزار تر څنګ په لاره اچول شوې وو په کې د زابل والی رحمت الله یارمل، د دې ولایت د ولایتی شورا مشر حقبیان، د کرنې رییس انجنیر سمېع الله نصرت، د دې ولایت یوشمېر سیمه ییزو چارواکو، قومی مشرانو، بزګرانو او دیاد ولایت یوشمېر اوسېدونکی ګډون درلود.په دې غونډه کې د زابل والی رحمت الله یارمل د زابل ولس ته د نوی کال او د بزګر د ورځې د مبارکۍ ترڅنګ هېوادوالو ته له خوښیو او نېکمرغیو د یوه ډک کال هیله وکړه، ښاغلی یارمل تمه وښوده ،چې راتلونکى کال به د دې ولایت د اوسېدونکو لپاره یو آباد او سوکاله کال وی .د زابل والی د دې ولایت له ټولو میندو او پلرونو غوښتنه وکړه، چې خپل ماشومان دتعلیم او زده کړې لپاره ښوونځیو ته ولېږی، چې دعلم په ګاڼه سمبال او راتلونکی یې روښانه شی.په ورته وخت کې، دزابل دولایتی شورا رییس عطامحمد حقبیان د دې ولایت ولسونو او په ځانګړې توګه بزګرانو ته دمبارکۍ ویلو ترڅنګ د سولې، آبادۍ او زرغون کال هیله وکړه.په غونډه کې همداراز د زابل د کرنې رییس سمېع الله نصرت د زابل له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې د زابل ولایت د سمسورتیا او زرغونتیا لپار دې په خپلو کورونو او مځکو کې نیالګی کېنوی، ده وویل: د کرنې ریاست له بزګرانو او بڼوالو سره په هره برخه کې همکاریو ته ژمن دی او په روان کال کې به د دوی هلې ځلې داوی، چې د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ستونزو ته د پای ټکی کېږدی.

ممکن است شما دوست داشته باشید