روزنامه هیواد

په روژه کې د کورنیو لبنیاتو غوړېدونکی بازار

هره ورځ په شنه سهار کې د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ په یوه کلی کې خلک د شیدو له ډکو بوشکو سره راټولېږی، کلیوال د خپلو څارویو شیدې، چې له خپلو خوړو یې ډېر شی د پلور لپاره د شیدو ټولولو مرکز ته راوړی. د خلکو باور دا دی، چې دا د کلیوالو اقتصاد پیاوړی کوی او هم د ځان بسیاینې لاره لنډوی.

د محمدآغې یو اوسېدونکی حبیب الله وایی، دې کار ډېره ګټه ور ته کړې ده. ده وویل: (( پخوا مو چې غواګانې ساتلې ډېره ګټه پکې نه وه اوس دا ډېر ښه سیستم جوړ شوی. دلته شیدې راوړو خرڅوو یې، غواګانې هم پرې ساتو کور ته هم یوه څه پرې اخیستی شو. دا ډېر ښه کار دی او زموږ په ګټه دی.))

له کلیو او بانډو راټولې شوې شیدې د کابل ښار د ګذرګاه په سیمه کې د ګذر ګاه د لبنیاتو چاڼځی یا د پروسس فابریکې ته وړل کېږی. دغه فابریکه په ورځ کې د پنځه زره لېتره شېدو د پروسس وړتیا لری .

له شاوخوا زرو کورونو راټولې شوې شیدې کارځی ته د پروسس لپاره راوړل کېږی. چې شیدې، مستې، تروې، کوچ، پنېر، پېروی، چکه او داسې نور لبنیاتی توکې ترې جوړېږی او بیا بازار ته وړاندې کېږی، نو نه یواځې هغو زرو کورنیو ته په کورونو کې د ګټې زمینه برابره شوې، بلکې په کارځی کې هم لسګونه کسانو ته کار پیدا شوی.

د ګذرګاه د لبنیاتو د چاڼځی یا د پروسس د فابریکې مسوول عبدالشکور وایی، چې یاده فابریکه په ۲۰۱۱ م زېږدیز کال کې جوړه شوې ده، چې په ورځ کې د پنځه زره لېتره شېدې د پروسس وړتیا لری. د ده په خبره دغه چاڼځی ته له درېیو ولایتونو لوګر، وردګ او کابل څخه د ۱۵ کوپراټیفونو غړی، چې شمېر یې نږدې ۹۵۰ مالدران دی شیدې را ټولوی.

د عبدالشکور په خبره کله چې یادې فابریکې ته شیدې راوړل کېږی نو په لومړی پړاو کې راوړل شوې شیدې الکول ټیسټېږی تر څو دا مالومه شی، چې د باکټریاو فیصدی په کې څومره ده او دا هم مالومه شی، چې شیدې تروشې یا خرابې نه وی، که شیدې تروشې وی یا بوی ولری،نو سم د لاسه مستردېږی او اجازه نه ورکول کېږی، چې پروسس شی. تر الکول ټیسټ وروسته بیا شیدې فلتر ته ځی او له فلتر کېدو وروسته پاسټورېزه کېږی (له مکروبونو څخه پاکېږی) تر پاسټوریزې وروسته بیا کریم کشی کېږی؛ دا د دې لپاره ترسره کېږی، چې د شیدې د شحمو فیصدی په نړیوال معیار برابر یعنې ۳.۵ نه کمه نه وی تر دغو پړاوونو وروسته بیا بسته بندی کېږی او وروسته بازار ته وړاندې کېږی. د ګذرګاه د لبنیاتو د پروسس مسوول وویل، چې دوی په دې چاڼځی کې حفظ الصحې ته ډېره پاملرنه کوی ده وویل: ((کوالټی هغه وخت ښه کېدای، شی، چې زموږ د پرسونل او کارځی حفظ الصحه ښه وی او بل دا چې زموږ شیدې تازه دی هېڅ بل شی ورسره نه ګډېږی طبیعی شیدې دی او مشتریان یې هم ډېرې خوښوی.)) د ده په خبره په روژه کې د لبنیاتو کاروبار ښه وی (( په روژه کې د لبنیاتو پلور ښه وی موږ هم په ورځ کې کابو څلور زره تر څلور زره او ۵۰۰ لېتره شیدې پروسس کوو او خرڅوو.))

که څه هم له پاکستان او ایران نه د زرگونه ټنه شیدو واردېدو افغانی محصولات د سیالۍ په ډگر کې له ستونزو سره مخامخ کړی، خو د کابل ښار د ګذرگاه له مرکزه د لبنیاتو اخیستونکی وایی، چې کورنی لبنیات د روغتیا له پلوه ښه دی.

محمد طاهر دکابل په قلعه موسی کې د لبنیاتو هټۍ لری ده وویل: ((له تېرو پنځو کلونو راهیسې زه د ګذرگاه د لبنیاتو د پروسس له چاڼځی څخه کورنی محصولات لکه شیدې، مستې او نور د اړتیا وړ لبنیات اخلم، د بهرنیو هغو په پرتله یې کیفیت هم ښه دی او د روغتیا له پلوه هم ډېرې ښې دی.)) ده وویل، له قلعه موسی څخه تر دې ځایه چې راځم نومالومه خبره ده، چې د دوی د لبنیاتو کیفیت ښه دی او زما مشتریان یې ډېر خوښوی. هغه وویل: (( کله چې زما په دوکان کې شیدې نه وی مشتریان ډېر افسوس کوی او وایی له ډېر لرې ځایه راغلو خو تا سره اوس شیدې نشته او غوښتنه کوی، چې دوی ته کورنی لبنیات راوړم.)) ده وویل تر نورو میاشتو په روژه کې یې بازار ښه وی: (( د روژې په مبارکه میاشت کې مو بازار ښه وی د لبنیاتو د پلور کچه ان تر ۳۰ سلنه لوړېږی ځکه په نورو وختونو کې خلک تر ډېره یواځې شیدې اخلی خو د روژې په میاشت کې بیا شیدې، مستې، پېروی، پنیر، چکه او داسې نور شیان اخلی او خلک وطنی تولیدات ډېر خوښوی.))

افغانستان له اقتصادی پلوه تر ډېره بریده په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى، په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم په دې وروستیو کې د مالدارۍ او د لبنیاتو د پراختیا په پار هلې ځلې کړندۍ کړې دی. د لبنیاتو پروسس او د مالدارو کورنیو اقتصادی ودې ته د کرنې وزارت پاملرنه تر پخوا زیاته شوې ده. دغه وزارت د لبنیاتو د پراختیا د پروژو په لاره اچولو سره زرګونه کلیوالی کورنۍ د دغو پروژو تر چتر لاندې راوستی دی. د دغو پروژو اصلی موخه د شیدې د تولیداتو زیاتوالی د لبنیاتی موادو پروسس او دغو موادو ته د کوپراټیفونو او ټولنو له لارې مارکېټ پیداکول دی. په کور دننه د لبنیاتی موادو د پراختیا په پار د کرنې وزارت له خوا ګڼې پروژې پلی شوې او په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې شوې، چې د کلیو او بانډو په کچه د شیدې د مولدینو کوپراټیفونه جوړول، د لبنیاتو مرکزی او ولایتی ټولنې ایجادول، د لبنیاتو ملی ټولنه جوړول او د لبنیاتو د پراختیا بورډ جوړول په کې شامل دی. د دې ترڅنګ د مالدارانو او لبنیاتی نهادونو وړتیاوې لوړول، د څارویو د روغتیا په برخه کې روغتیایی چوپړونه وړاندې کول لکه (( درملنه، واکسین)) د مصنوعی القاح له لارې د وطنی غواګانو نسلونه اصلاح کول، د علوفې د اصلاح شوی تخمونو او نویو لارو چارو په معرفی کولو سره د څارویو د خوراکی توکو تولید او ښه کول، د صحی او باکیفیته شیدو د تولید په برخه کې د کورونو په کچه د مېرمنو وړتیاوې لوړول، د فارمونو د مدیریت ښه کول او د غوجلو اصلاح کول هم هغه چارې دی، چې د لبنیاتو د پراختیا او د مالدارۍ د ودې په موخه ترسره شوی دی. همدارنګه د لبنیاتو د پراختیا په برخه کې په کلیو او ولسوالیو کې د شیدو ټولولو مرکزونه جوړول او په عصری توکو د دغو مرکزونوسمبالول، د لبنیاتو د پروسس فابریکې جوړول، د شیدې او نورو لبنیاتی محصولاتو د کیفیت د کنټرول په موخه لابراتوار جوړول هم یادولای شو او ترڅنګ یې د کورنیو لبنیاتو د پلور په موخه د بازار موندنې په برخه کې هم هلې ځلې شوې، چې دکورنیو لبنیاتی محصولاتو لپاره د مارکېټ پراختیا، د لبنیاتی موادو د پلور په موخه د مغازې جوړول او له دولتی او غیر دولتی بنسټونو سره قراردادونه هم په کې شامل دی. په دې برخه کې یوشمېر لاسته راوړنې هم شته چې د کلیو، ولسوالیو او ولایتونو په کچه د شیدې د مولدینو کوپراټیفونه جوړول، د افغانستان د لبنیاتو د مولدینو ټولنه جوړول، چې په کې د شیدې د مولدینو ۷۲ کوپراټیفونه، ۵ ولایتی کوپراټیفی ټولنې، د خصوصی سکټور د لبنیاتو ۱۲ بابه شرکتونه او د غوا لرونکو ټولنه شامل دی.
دغه راز د څارویو د خوراکی توکو فابریکه جوړول، د حیوانی کلینیکونو له لارې د زرګونو غواوو درملنه او وقایه د زرګونو غواګانو مصنوعی القاح، سلګونه دوامداره دندې ایجادول، زرګونو مالدارانو ته روزنه ورکول، د اصلاح شوی علوفې سلګونه ننداریزې قطعې جوړول، د څارویو د خوراکی توکو نوې لارې چارې پېژندل لکه (سایلج، یوریا ټریټمټ او کانسنټریټ) او ترڅنګ یې د کورنیو د خوړو خوندیتوب، د بهرنیو لبنیاتی موادو د واردولو کچې ټیټول، د څارویو د ناروغیو او زونوزیس (د انسانانو او څارویو ترمنځ د ګډو ناروغیو) کنټرول، د څارویو باکیفیته خوراکی توکو ته د مالدارانو لاس رسی او د مالدارو کورنیو اقتصادی پیاوړتیا هغه څه دی، چې تر دې دمه ورباندې کار شوی او په راتلونکې کې به هم ورته جدی پاملرنه وشی.

د افغانستان د لبنیاتو د مولدینو د ټولنې چارواکی په دې باور دی، چې که افغان حکومت د شیدو د پروسس لوى ماشینونه افغانستان ته وارد کړی د مالدارانو د اقتصادی پیاوړتیا ترڅنگ به زرگونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شی. د افغانستان د لبنیاتو د مولدینو د ټولنې چارواکې وایی : ((که د شیدو د پروسس لویو فابریکو او هغه تخنیک ته لاسرسى پیدا کړو چې شیدې او نور محصولات په پاکټونو کې د ډېر وخت لپاره له خرابېدو پرته ساتی نو افغانستان کولى شی، چې له دې اړخه خپلې اړتیاوې په خپله پوره کړی.))

د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د مالدارۍ ګڼ فارمونه شته. شاوخوا څلور میلیونه غواګانې او نږدې شل میلیونه وزې او مېږې لری،خو په منظم ډول ترې ګټه اخیستل او وده به یې د لبنیاتو تولید لاپسې ډېر کړی او موده غواړی، چې د لبنیاتو له اړخه به افغان بازارونه نورو ته اړ پاتې نه وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید