روزنامه هیواد

  په روژه کې ترهګریزو بریدونو د اسلام د دښمنانو ناولې څېرې لا بربنډې کړې

د اسلام ،وطن اوسولې دښمنانو یوازې په روانه روژه کې دهېواد په بېلابېلو ولایتونوکې په جوماتونو ، لویو لارو ،سړکونو اونورو ځایونوکې دبمونو په چاودنو او داسې نورو ځانمرګو اوغلچکی بریدونو سره دښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون بې ګناه ، بې دفاع اومظلومو خلکو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده او په دې ډول ډېرو فجیعو او شنیعو عملونو سره یې خپلې ناولې څېرې لا بربنډې او رسوا کړې او دایې ثابته کړه چې دوى نه مسلمانان اونه انسانان دی، بلکې داسلامیت او انسانیت ستر دښمنان او د روسیى، پاکستان او ایران په څېر دسیمې او نړۍ دمغرضو او مخربو استخباراتی شبکو او دغه راز دزبېښاکګرو ، ښکېلاکګرو ، نیواکګرو او استعمارګروځواکونو روزل شوی اجیر شوی او وسله وال شوی ترهګر دی چې داسلام د سپېڅلی او جامع دین دبدنامولو لپاره مسلمانان وژنی، دخلکو پرپت عزت اوناموس تېرى کوی، لوټماری کوی اوداسې نور اسلامی اوانسانی ضدعملونه سرته رسوی چې ښه بېلګه یې د روژې په دې مبارکه میاشت کې داسلام ،وطن اوسولې دښمنانو دکابل ښار دنهمې ناحیې د التقوا په جامع جومات کې دجمعې دلمانځه د ادا کولو پرمهال بمی چاودنه وه چې ددغه جومات دملا امام مولوى سمېع الله ریحان په ګډون یې لسکونو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله واړوله او بله بېلګه یې پرنجونو د وسله والو طالبانو جنسی تیرى دى چې دافغانانو په ګډون یې د دیانت پالو، بشردوستو او سوله دوستو خلکو زیاتې کرکې اوغوسې را پارولی دی ، زیات لعنتونه یې پرې ویلی او دلوى خداى (ج) له درباره یې پرهغوى د زیاتو عذابونو د رانازلېدلو غوښتنه هم کړې ده.

 د رسنیو له لارې د خپرو شویو رپوټونو پربنسټ طالبانو او نورو ترهګرو دخپلو سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتی بادارانو په لمسونو اواشارو او دغه راز له مغرضو کورنیو کړیو سره دناوړو اړیکو له لارې یوازې د روانې  روژې میاشتې په لومړیو شلو ورځو کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې شپږسوه ځانمرګی اوغلچکی بریدونه ، بمی چاودنې او داسې نور فجیع او شنیع عملونه ترسره شوی  چې دروژې په دې مبارکه میاشت کې داسلام دښمنانو دغه ډول وحشیانه او بېرحمانه بریدونه نه یوازې دافغانانو بلکې دسیمې اونړۍ دنورو سوله دوستو او بشردوستو خلکو له لخوا پرسختو ټکو غندلی چې په ترڅ کې یې دسیمې او نړۍ له  ټولوسوله دوستو هېوادونو څخه په کلکه غوښتنه کړې چې په خپلو کې سره یوموټى شی او دافغانستان له جګړه ځپلو، سوله دوستواو بشردوستو خلکو سره دپوره همغږۍ اومرستې له مخې دې دسیمې او نړۍ ثبات د سترګواښ په توګه په افغانستان کې د ترهګرو د ځپلو او دهغوى ملاتړکوونکو، روزونکو ، تولیدوونکو او وسله وال کوونکو هېوادونو په نښه کولو ته په کلکه خپله ملاوتړی او له دې لارې دبشر د ډېر ستراوګډ دښمن په توګه د طالبانو او نورو ترهګرو د بېرحمانه او وحشیانه بریدونو له زیاتو خطرونو او دغه راز د پاکستان په څېر دهغوى دملاتړکوونکو ، روزونکو، تولیدوونکو او وسله وال کوونکو هېوادونو دشومو توطیو او ناوړو موخو له شره دتل لپاره وژغوری.

 شاولی قرار شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید