روزنامه هیواد

په روغتیایی خدمتونو لاسرسۍ د هر وګړی حق دى

ډاکتر فیروز زیاته کړه : نړۍ   په زیاترو پرمختللو  هېوادونوکې ټول انسانان په روغتیایی خدمتونو لاسرسى  نه لری .  دامریکا  هېواد دکلنی عاید له  پلوه  له بل هر هېواد څخه څو برابره  مخکې دى خو لاتراوسه پورې هم په امریکا کې څلور ملیونه تنه انسانان  په روغتیایی خدمتونو لاسرسى  نه لری .  ده وویل  له  ٢٠٠٢   میلادی کال   څخه تراوسه پورې دروغتیایی خدمتونو دوړاندې کولو په برخه کې دیادونې وړ پرمختګونه شوی دی  په  ٢٠٠٢  میلادی کال کې په سلو کې نهو خلکو په روغتیایی خدمتونو لاسرسۍ  درلود خو اوس که چیرې یو ساعت واټن په پښو ووهی په سلو کې شپیته خلک په روغتیایی مرکزونوکې په خدمتونو لاسرسۍ پیدا کوی او که چیرې دوه ساعته  په پښو  لاره وکړی  په سلوکې تر نوی پورې خلک په روغتیایی خدمتونولاسرسۍ  پیداکوی .   ده وویل چې په دې وروستیو وختو کې موڅه دپاسه څلویښت روغتیایی مرکزونه جوړ کړل چې وکولاى شو دخلکو لاسرسۍ زیات کړو ، دروغتیایی  مرکز او کورنۍ ترمنځ واټن لنډ شی .  ده دمیندواوماشومانو دمړینې دکچې کمښت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په  ٢٠٠٢  میلادی کال کې په هرو سلو زرو ژوندیو زیږونونو کې  ١۶٠٠  میندې  له منځه تللې خو دغه شمیر  په  ٢٠١۵ میلادی کال کې  ٣٩۶ ته کمښت وموند ، دغه راز دماشومانو ترمنځ دمړینې کچه په هرو سلو زرو زیږونونوکې له  ٢۵٧ ماشومانو څخه  ۵۵ ماشومانو ته کمښت وموند .   دغه راز ډاکتر فیروز زیاته کړه دعامې روغتیا وزارت له حکومت او له خپلو نړیوالو همکارانوسره یو داسې طرحه شریکه کړې ده چې په هغې کې دتنباکو او دهغو نورو محصولاتوپه ګډون چې له هغو څخه په استفادې سره دانسان روغتیا ته زیان  رسیږی دزیان لرونکو مالونو په واردونکو د مالیاتو په وضع  کولو باندې زیات ټینګار شوى دى  او ددغې طرحې په تطبیق سره  نه یواځې دهېواد کورنی عواید زیاتیږی بلکې دعامې روغتیا وزارت بودجه هم زیاتیږی   په همدې حال کې داستازو په مجلس  کې دروغتیا دکمیسیون رییس مجیب  الرحمن  څمکنى  ددغې ورځې   دنمانځنې  موخه په روغتیایی خدمتونو دخلکو دلاسرسى  دزیاتوالی لپاره دمناسبو  لارو چارو لټول وبلل او ویې ویل  چې دعامې روغتیا وزارت له شته چلنجونو او ننګونو سره  سره په دې بریالى شوى دى چې په هېواد کې دروغتیایی خدمتونو دوړاندې کولو بهیر ښه کړی او په روغتیایی خدمتونو دخلکو دلاسرسۍ  کچه  لوړه کړی .  له بلې خوا په افغانستان کې دنړۍ دروغتیایی سازمان استازی ډاکتر یک کیپرکورن وویل چې په څو وروستیو  کلونو کې دروغتیا په برخه کې زیات  پرمختګونه شوی دی چې دنړۍ روغتیایی سازمان څرګند رول پکې درلود او موږ هڅه کوو چې په راتلوونکو  کلونوکې دعامې روغتیا وزارت په همکارى دهېواد په لرې پرتو سیمو کې هم  په ښه کیفیت  سره روغتیایی خدمتونه برابر کړو .

ممکن است شما دوست داشته باشید