د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د روسیې پولیسو تر یو میلیون ډېر خلک په دې خاطر جریمه کړی چې د کورونا ویروس د نهخپرېدو لپاره بندیزونهیې نهدی رعایت کړی.د روسیې د کورنیو چارو وزارت تاس خبری اژانس ته ویلی، قانون نافذوونکو د قرنطین د مقرراتو د نهرعایتولو په خاطر یو میلیون او ۱۰۰ زره کسان جریمه کړی دی.د کورونا ویروس د بندیزونو د نهرعایتولو په خاطر په روسیه کې لږترلږه جریمه زر روبله ده ،چې ۱۳ ډالره کېږی.روسیه په نړۍ کې د کورونا د مثبتو پېښو د ډېروالی له نظره څلورم هېواد دی.تر اوسه په هغه هېواد کې ۲ میلیونه او ۲ لکه کسان په کورونا ویروس اخته شوی او ۳۹ ورڅخه مړه شوی دی.