روزنامه هیواد

په را روانه سوله کې دې د مېرمنو حقوقو ته پوره درناوی وشی !

د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده، دا ورځ په کور د ننه او په ټوله نړۍ کې د ښځو د ورځې په نامه په یو لړ ځانګړو مراسمو سره  نمانځل کېږی. له نېکه مرغه د مارچ اتمه سږکال په داسې حال کې نمانځل کېږی چې له څلوېښتو کلونو ناخوالو وروسته د کب په لسمه د امریکا او طالبانو ترمنځ له اتلسو میاشتو خبرو او چنو وهلو وروسته په افغانستان کې د سولې راوستلو تړون د ګڼو هېوادونو په حضور کې لاسلیک شو. له امریکا سره د طالبانو د سولې تړون ته د خلکو هیلې له بل هروخته زیاتې شوې دی .له دې ټولوسره سره له یو شمېر مېرمنو سره دا اندېښنه شته ،چې ګنې د دوی د اتلسو کلونو لاسته را وړنې به په اوبو لاهو شی، له تعلیم ، زده کړو او  وړاندې تګه به محرومې شی، خو د دوی دغو ټولو اندېښنوته په کتو افغان حکومت تل د دوی د حقه حقوقو ، په کور دننه او نړیوالو غونډو کې بشپړ ملاتړ کړی. د کب په دیارلسمه ولسمشر محمد اشرف غنی له ګڼو لوړ پوړو چارواکوسره ننګرهارته سفر وکړ هلته یې له دینی علماوو ، مشرانو، امنیتی مسوولینو او مېرمنو سره جلاجلا وکتل.ولسمشرمحمد اشرف غنی له نظامه د ښځو د ملاتړ د قدردانۍ ترڅنګ وویل: افغان ښځې رسا غږ لری ،اړتیا ده چې پر خپل تاریخ غور وکړو او د بی بی خدیجې (رض) او بی بی عایشې (رض) له رول څخه زده کړه وکړو ده ټینګار وکړ، چې  د سولې په مذاکراتو کې هېڅکله د ښځو پر حقونو معامله نه کېږی او په دولتی ادارو کې دوی ته د ګډون د پراختیا زمینه زیاتېږی. ))  ښځې نه یواځې حکومتی، بلکې پراخ ټولنیز ملاتړ هم لری، په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو لپاره د پام وړ خدمتونه شوی او اوس ښځې له لوړې روحیې برخمنې دی.  افغان مېرمنې ډېرې زړورې ، وړتیا لرونکې او با ابتکاره دی، د تاریخ په اوږدو کې هم افغان مېرمنو په بېلا بېلو برخو کې خپلې وړتیاوې ښودلی. په علمی،سیاسی، فرهنګی او له وطن څخه د دفاع په لاره کې او د اولاد په ښه روزنه کې افغان مېرمنو خپل مسوولیت په ډېره ریښتینولۍ سرته رسولای دی. خو په خواشینۍ سره وایم چې په افغانی ټولنه کې مېرمنې له ناوړه عرف او رواجونو سره مخ او  د تاوتریخوالی سبب کېږی او د دې ډول ناوړو دودونو پرخلاف د مبارزې لپاره د د دولت تر څنګ د عام ولس کلکې ارادې او ډاډ ته اړتیا ده. دولت به خپله اراده (د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی دمنعه کولو قانون) په ذریعه څرګنده کړی او دولت د ښځو له حقونو د ملاتړ په برخه کې  پوره  ګامونه پورته کړی دی. د ښځو له حقونو د ملاتړ مرحلې ته د رسېدو لپاره لا زیاتو هځو ته اړتیاده ،د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی قانون د عدلیې وزارت او مدنی ټولنو ترمنځ توشیح شوی دی.

په دې قانون کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی مشخص شوی او د عملی کولو د ضمانت وړاندوینه یې کړې، خو بیا هم یو ډول ستونزې په کې لیدل کېږی، چې له دې جملې د ښځو چارو وزارت په وینا په افغانی ټولنه کې اوس هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دوام لری چې په روان کال کې په ټولیزه توګه د د تاوتریخوالی ۷۲۸۴ قضیې د ښځو چارو په وزارت کې ثبت شوې دی .اسلام یو کامل او جامع دین دی، چې د بشر د ژوندانه هر اړخ یې څېړلی او د ښه ژوند کولو امر یې کړی او اسلام هر ډول تاوتریخوالی منع ګرځولی،اسلام  خلکو ته لارښوونه کوی، چې په خپلوکې مینه او ورورولی وکړئ، د انسانی کرامت او دګاونډیانو د حقونو درناوی وکړئ دغه راز یې د انسانانو په خلاف هر ډول تاوتریخوالی منع ګڼلی او د ښځو د حقونو پر رعایت یې زیات ټینګار او ډېرې سپارښتنې کړې دی.سر بېره پر دې په ځینو کورونو کې د ښځو په میراث کې حق نه ورکول کېږی او  په پیسو ښځې خرڅوی. دغه ټولې ستونزې د تعلیم او زده کړو د نه شتون له امله دی.له بده مرغه د روانې څلوېښت کلنې جګړې او بې عدالتیو تر ټولو زیاته قربانی زموږ ښځو ورکړې ده، یا یې خپل خاوندان له لاسه ورکړی ،  یا یوې پېغلې د خپل ورور په غم کې ژړلی او یا سپین سرې مور د خپل ځوانیمرګ زوی
په غم کې ژړلی، یعنې د دې جګړې له ټولو ډېر تاوان  ښځو لیدلی.د دې تر څنګ د جنسی ځورونې  له امله ډېرو مېرمنو ځانونو ته اور اچولى چې داسې پېښې  په
هرات کې تکرار شوی
او یوې ښځې ځانته اور اچولو .د ښځو د وضعیت دغوره والی لپاره باید یوه واضح طرحه جوړه شی،  د ښځو حقوق باید پوره خوندی شی.

شهیر

ممکن است شما دوست داشته باشید