روزنامه هیواد

په دوو اوونیو کې افغانستان ته د وسپنې پټلۍ له لارې۲۱۰زره ټنه مالونه وارد شوی

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایی ،چې د تېرو دوه اوونیو په اوږدو کې افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۱۰ زره ټنه سواګریز مالونه وارد شوی دی.د دغې ادارې په خپرې شوې اعلامیې کې راغلی ،چې د غه مالونه په ۳زره واګونونو کې د حیرتان، آقینې او تور غونډۍ بندرونو له لارې افغانستان ته وارد شوی دی.په اعلامیې کې راغلی: (( په واردو شویو مالونو کې غنم، اوړه، غوړی، تېل، ګاز او نور ودانیز مواد شامل دی.))د اوسپنې پټلۍ اداره دا هم وایی، چې په آقینې او تورغونډۍ بندرونو کې د کورونا ویروس پر ضد د دغه مالونو د ضد عفونی کولو دستګاوې هم اېښودل شوی دی.یاده اداره وایی چې دغه دستګاوې به په نیږدې راتلونکې کې خپل فعالیت پیل کړی.افغانستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو وروسته پر مځکنی او هوایی لېږد رالېږد محدودیتونه وضع شول، خو د اوسپنې پټلۍ اداره وایی: په دې مودې کې دغه هېواد ته د اوسپنې پتلۍ له لارې واردات په عادی ډول پر مخ ځی.د دې ترڅنګ د کورونا ویروس په خپرېدو سره په افغانستان کې د خوراکی توکو بیې هم لوړې شوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید