روزنامه هیواد

په دولت آباد کې د طالبانو ماین ۱۱ ملکیان وژلی

د بلخ ځایی چارواکی وایی: د دې ولایت په دولت آباد کې د ملکیانو پر یو موټر چاودنې ۱۱ کسان وژلی دی.د بلخ امنیه قوماندانی وایی: پېښه وړم سهار شاوخوا اووه بجې حیاتان کلی کې شوې چې په قربانیانو کې یې ښځې او ماشومان هم شامل دی. د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه وایی: د ملکیانو یو موټر مزار شریف ښار ته راروان و، چې لاره کې د طالبانو پر ماین برابر شوی او ۱۱ ملکیان په پېښه کې وژل شوی.که څه هم طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دی ویلی، خو دولت آباد کې ددغې ډلې پراخ فعالیتونه د دې سبب شوی چې خلک ترې تر پزې ورسېږی. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سره صلیب کمېټې په دې وروستیو کې ویلی، د سولې له هڅو سره سره لا په افغانستان کې ملکی تلفات نه دی کم شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید