روزنامه هیواد

په دایکنډی کې د څلورو سترو پروژو کار پیل شو

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون سهار د لوړپوړی دولتی پلاوی په مشرۍ داىکنډی ولاىت ته سفر وکړ.جمهوررییس غنی د داىکنډی ولاىت مرکز نىلی ته په رسېدو ،چې د جمهوری رىاست دوىم مرستىال او ىو شمېر نورو لوړپوړو مقاماتو ىې ملتىا کوله د نىلی ښار د داخلی سړک  جوړولو چارې، د لمرىزې برېښنا د تولید پروژه، د نىلی ښار د برېښنا د لېږد او وېش شبکه او د سوختوک د اوبو بند ىې په جلا مراسمو کې پرانىستل.د نىلی ښار داخلی سړک د دشت سىمې نه د داىکنډی تر زاړه بازار پورې ۹ کىلومتره اوږدوالى لری، چې د پخولو چارې به ىې په ۱۸ مىاشتو کې بشپړې شی. دا سړک د فواىدعامې وزارت له لورې د ټولو معىارونو په پام کې نىولو سره طرحه او ډیزاىن شوى او په مجموعی ډول ۴۳۰ مىلىونه افغانۍ لګښت پرې راځی چې د حکومت له انکشافی بودجې څخه ورکول کېږی.د داىکنډی ولاىت د ۵،۵ مىګاواټه لمرىزې برېښنا د تولید پروژې له ۱۳ مىلىونه افغانىو زىات لګښت راځی، چې د حکومت له پراختیایی بودجې ورکول کېږی. د دې پروژې په بشپړېدو سره به پر نىلی ښار سربېره په اشترلی، شهرستان او مېرامور ولسوالىو کې ۱۴۰ زره کورنۍ د برېښنا له انرژۍ څخه برخمنې شی.دغه راز نىلی ښار لپاره د برېښنا د لېږد او د توزىع شبکه د ۱۸ مىلىون افغانىو په مجموعی لګښت جوړېږی. په دې پروژه کې د لېږد شبکې ۱۵ کىلومتره تمدىد او نىلی ښار ته د برېښنا د وېش معىاری شبکې اىجاد شاملېږی ، چې د سوختوک تولىدی برېښنا منبع سره وصلېږی.د سوختوک اوبو برېښنابند د لزىر سىند څخه تامىنېږی چې د بند د بدنې او حوض د پاور ودانېزی چارې بشپړې شوی دی. په دې بند کې به په مجموعی ډول د ۷۰۰ کىلوواټو تولىدی برېښنا په ظرفىت د دوه توربىنونو د نصبولو چارې ژر پىل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید