د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په خوست کې د ۶۳ ښوونځىو لپاره د ودانىو د جوړولو کار پىل شو د خوست والی حکم خان حبىبی په دې اړه وایی: د ښوونځىو د جوړولو بهىر یې له ګربزو ولسوالۍ ،ځکه پىل کړ، چې دا د سولې ولسوالی ده.ده زىاته کړه، په دې پروژو کې د ښوونځىو لپاره ۶۳ ودانۍ دی چې ۳۶۵ مىلىونه افغانۍ لګښت پرې راځی او پاتې ۱۱ ىې هغه ښوونځی دی، چې پراختىا ته یې اړتىا درلوده او ىا د ځىنو ښوونځىو کارونه مخکې نېمګړی پاتې وو.والی هىله څرګنده کړه، چې د دې ښوونځىو د ودانىو په جوړولو سره به په ىاد ولاىت کې د ښوونځیو د ودانىو د کمښت ستونزه څه نا څه کمه شی.بل لوری ته د افغانستان د کلىو پراختىا وزارت چارواکی وایی: په راتلونکو دوو کلونو کې به ىاد وزارت د خوست ۲۱۹ ښوونځیو ته چې ودانی نه لری، ټولو ته به د ۱۵ مىلىونو ډالرو په لګښت نوې ودانۍ جوړې کړی.د مسوولىنو د معلوماتو له مخې، دا مهال د خوست ۶۰ سلنه ښوونځی ودانۍ نه لری چې ډېرى یې په کلىوالی او لرې پرتو سىمو کې دی.