روزنامه هیواد

په خوست کې د جلغوزیو حاصلات کم شوی

د جلغوزىو خوستی سوداګر واىی، سږ کال ىې جلغوزیو حاصلات تر نىماىی زىات کم شوی او ، د  جلغوزىو د پروسیس او ټولونې په برخه کې ورسره کومې ادارې  همکاری نه ده کړې.د جلغوزیو کارګران ،چې د نارىنه وو ترڅنګ ښځې او ماشومان هم دی دوى واىی، چې ټوله ورځ تر لمر لاندې کار کوی، د ىوې وچې ډوډۍ د پىداکولو لپاره زىاتې ستونزې ګالی.دوى زىاتوی: د جلغوزىو د تصفىه کولو له سخت کار وروسته ىې د جلغوزىو حاصلات په قاچاقی لارو پاکستان ته ځی چې پاکستانى لورى د هرې بوجۍ پر سر تر زرو کلدارو مالىه ترې اخلی.د دوى په خبره تېر کال ګاونډی پاکستان ته د زرو ټنو زىات جلغوزی په قاچاقی لارو اوښتی دی، دوى اندېښنه څرګندوی، چې د حاصلاتو آن درېىمه برخه ګټه هم دوى ته نه رسېږی.د جلغوزىو سوداګر د جلغوزىو په راټولولو کې له امنىتی ستونزو هم کړىږی او واىی ،چې وسلوال مخالفىن ورڅخه په غرونو کې د حاصلاتو عشر اخلی.په ورته وخت کې د جلغوزىو اتحادىې مسوولىن هم ټىنګار کوی، چې حکومت دې د صنعتی پارک ترڅنګ د جلغوزىو پروسیس، برېښنا او په نورو بېلابېلو برخو کې همکاری وکړی او ټىنګار کوی، که ولاىتی اداره ورسره همکاری وکړی، په کلنی عاىداتو کې به ىې زىاتوالى راشی.له بلې خوا د ولاىت مقام د پرمختګونو خبر ورکوی او زىاتوی، چې  څلور سوه جریبه مځکه ىې د جلغوزىو د پروسیس او د جلغوزىو د معىاری او مجهز مرکز لپاره ځانګړې کړې ده.ىاده دې وی، چې تېره تېره اوونۍ ولسمشرمحمداشرف غنی له چىن سره د جلغوزىو هواىی دهلىز پرانیست او د لړم پىنځلسمه ىې د جلغوزىو د ورځې په نامه ونوموله. 

حبىب کامران

ممکن است شما دوست داشته باشید