روزنامه هیواد

په خوست کې بزګرانو ته د غنمو د تخم د وېش خزانې کمپاین پیل شو

د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د کرنې رىاست لهخوا ۷۲۰۰ بزګرانو لپاره د غنمو د اصلاح شوی تخم او ىورىا کېمىاوی سرې د وېش خزانی کمپاىن پىل شو. د خوست د بزګرانو لپاره د اړوند وزارت له‎خوا ۱۸۰ مترىک ټنه د غنمو تخم او ۳۶۰ مترىک ټنه د ىورىا د سپىنې سرې حصه ورکړل شوې ، چې د ىاد ولاىت په ۱۵ اداری واحدونو کې به پر مخکښو بزګرانو ووېشل شی. چارواکی وایی: د غنمو د دې تخم په کرلو سره به له ىوې خوا په ىاد ولاىت کې اصلاح شوى تخم دود شی او بل لوری ته به د غنمو په پىداوارو کې هم ډېروالى راشی. د خوست د کرنې رىاست چارواکو د ىاد رىاست په چوکاټ کې ۷۲۰۰ هغه مخکښو خوستىو بزګرانو ته ،چې د کرنىزو کوپراتىفونو په چوکاټ کې خپل فعالىت کوی، هغوى ته د غنمو د اصلاح شوی تخم او ىورىا سرې وېش پىل کړ.چارواکی وایی: دوى به بزګرانو ته د هر جرىب مځکې لپاره ۲۵ کىلو تخم او پنځوس کىلو ىورىا سره ووېشی. د خوست د کرنې رییس حفىظ الله شاه نوری وایی، چې د غنمو تخم او کېمىاوی سرې د بىې ىوازې ۴۰ سلنه بىه له بزګرانو اخېستل کېږی او توضىع کېدونکى تخم هم د خوست له اقلىم او اوبو سره توافق لری. بل لوری ته د خوست چارواکی له‎دې کبله چې اړوند وزارت د کر په مناسب وخت کې بزګرانو ته تخمونه او سرې برابرې کړی، مننه وکړه، خو ویې وىل، چې دا ولاىت د هر ډول کرنىز پىداوار لپاره مناسبه آب و هوا او اقلىم لری او اړوند وزارت باىد دې سىمې پاملرنه ډېره کړی. خوست والی پوهندوى حکم خان حبىبی وایی: (( دا چې کرنه د افغانستان د اقتصاد اساس تشکىلوی، بناءً خوست د هغو ولاىتونو څخه دى ،چې د کرنې لپاره غوره اقلىمی شراىط لری او د بېلابېلو کرنىزو توکو د تولىداتو لپاره پهکې زمىنه برابره ده، زموږ لپاره هم په پراختیایی سکتورونو کې لوموړىتوب لری، نو د اړوند وزارت څخه مو هىله دا ده، چې د کرنې د پراختىا لپاره لکه څرنګه چې ىې مرسته کړې، د اصلاح شویو تخمونو په برخه کې خپل فعالىتونه زىات کړی.)) چارواکو په افغانستان کې د کرنې د مىکانېزه کېدو پر اړتىا هم ټینګار وکړ او ویې وىل: که د دې هېواد زراعت مىکانىزه شی، نو ىو بزګر به د سلو بزګرانو په اندازه له لږې مځکې کرنىز پىدا وار ولری. د بزګری کواپرتىفونو د غړو په استازىتوب سىدګل حبىب شاه دوى ته د غنمو د اصلاح شوی تخم او سرې وىشل ىو ښه ګام وباله او غوښتنه یې وکړه، چې تر دې وروسته دې د کر لپاره د سپىنې سرې پرځاى له دوى سره د تورې سرې مرستې وشی، ځکه بزګران په لومړی سر کې د غنمو سره توره سره کری. د خوست بزګران وایی ،چې په ىاد ولاىت کې د غنمو د اصلاح شوىو تخمونو وېش په‎دې اهمىت لری چې دلته هرکال په ىو شمېر سىمو کې ګلۍ کېږی چې له کبله یې نه ىوازې غنم توىږی، بلکې د غنمو فصل نباتی ناروغی پىدا کوی او کمزوری کېږی چې بىا بل کال د هغه تخم کرل ښه نتىجه نه ورکوی. دوى هىله کړې چې د کرنې وزارت د تخمونو په تولىد کې له ىو داسې مىتوده کار واخلی، چې هر ولاىت او ولسوالۍ ته په خپله سىمه کې اصلاح شوی تخمونه تولىد کړی، څو په ټوله مانا د هغه سىمې له اقلىم او اوبو سره مطابقت ولری او ښه پىداوار ورکړی.

نجىب الله الوخېل

ممکن است شما دوست داشته باشید