روزنامه هیواد

((په جلرېز کې د طالبانو برید په شا وتمبول شو))

ملی دفاع وزارت وایی، د میدان وردګو د کوتی عشرو کمپ کې ملی اردو ځواکونه یې له محاصرې ژغورلی دی.دفاع وزارت پرون وویل، چې افغان کمانډو تېره شپه په جلرېز ولسوالۍ کې پوځی عملیات کړی، چې پر وینا وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ ګڼ شمېر سیمې له  طالبانو پاکې کړې دی.ملی دفاع وزارت ویلی چې په یاد کمپ کې مېشتو سرتېرو ته یې په کافی اندازه پوځی مهمات او غذایی مواد هم رسولی دی.اعلامیه کې راغلی :(( افغان کمانډو د عملیاتو پرمهال د یاد کمپ په شااوخوا کې د وسله والو طالبانو پټنځایونه له منځه وړی او ګڼ شمېر وسله وال طالبان هم مړه شوی دی.))د افغانستان ملی دفاع وزارت ویلی ،چې تر عملیاتو وروسته د ملی اردو د کوتی عشرو کمپ ټپی سرتېری هم د درملنې لپاره کابل ته انتقال شوی دی.دفاع وزارت زیاته کړې، چې اوس په جلرېز ولسوالۍ کې وضعیت عادی حالت ته راګرځېدلی دی.په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې ویډیو خپره شوه، چې د یاد کمپ یو قوماندان له مرکز کابله د مرستې غوښتنه کوی.هغه ویلی وو،چې څلور ملګری د طالبانو ماین چاودنه کې ټپی شوی،چې پر وینا یې د لارې بندېدو له امله مرکز کابل ته نه شی انتقالولی.دفاع وزارت وړمه ورځ وویل، چې ډېر ژر به د دغه سرتېرو ستونزو ته رسیدګی وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید