روزنامه هیواد

په جلال آباد کې سر له ننه کلدارې نه چلېږی

د ننګرهار والی وایی: د مرغومې له لومړۍ  څخه به په ننګرهار کې یواځې افغانۍ د چلند وړ وی.د ننګرهار والی شاه محمود میاخېل دولایت مقام کې د علماوو کرامو په غونډه کې وویل، چې د مرغومی (جدی) میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به یواځې افغانۍ د چلند وړ وی او هېڅوک نه شی کولی، چې بهرنی اسعار وکاروی.نوموړی وویل: افغانۍ د هېواد ملی هویت ثابتوی او د افغانیو په راکړې ورکړې سره اقتصادی پیاوړتیا رامنځته کېږی. ده زیاته کړه: کله چې اقتصاد پیاوړی شی؛ نو کرنسی باور پیدا کوی، چې بیا انکشاف او امنیت ته هم زمینه برابریږی. په ننګرهار کې ټول اقشار او سوداګر چمتو دی، چې له دې وروسته راکړه ورکړه په افغانیو و کړی او هیله یې وښوده، چې نور د افغانیو په کارولو کې کومه ستونزه شتون نه لری. میاخېل وویل، چې د روان کال د جدی میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به په ننګرهار کې یواځې افغانۍ د چلند وړ وی او په نورو کرنسیو به پلور او پیر نه تر سره کېږی؛ نو باید د دې ولایت مېشت وګړی په خپله خوښه افغانۍ وکاروی. غونډې ته ورغلو علماوو وویل: افغانۍ زموږ هویت او پېژندنه ده او افغانان باید یواځې افغانۍ وکاروی؛ چې د نورو له اقتصادی او سیاسی اسارت څخه خلاص شو.دینی عالمانو زیاته کړه، هر څوک، چې د افغانستان خاورې ته داخلېږی، هغوی هم باید خپلې کرنسۍ افغانیو ته واړوی او افغانۍ وکاروی؛ ځکه باید قانون پر ټولو یو ډول پلى شی.

په دې غونډه کې علماوو د افغانیو په دودولو کې خپل مسوولیت اړین یاد کړ او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې د حکومت د هرې پرېکړې ملاتړ کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید