د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو او فتنه ګرو د خپلو جناىتونو په دوام وړمه شپه په جلال آباد ښار کې د ترورىستی برىدونو په پاىله کې زموږ ىو شمېر هىوادوال شهىدان او ټپىان کړل. د افغانستان او اسلامی هىوادونو دىنی علماوو په غوڅ اکثرىت پر افغانستان تحمىل شوې جګړه مردوده، افغان وژنه او فتنه وبلله، مګر ترورىستی ډلې ان د روژې په مبارکه مىاشت کې هم پر دغه نامشروع جنګ ټىنګار کوی او د خلکو له وژلو لاس نه اخلی.ترورىستانو او د دوى ملاتړو ان د روژې په مبارکه مىاشت کې پر عامو خلکو په ترورىستی برىد سره ىوځل بىا ثابته کړه چې هغوى الهی امر او د ولس اجماع ته چې سوله ده، درناوى نه لری.جمهورریىس د دغو وحشىانه برىدونو د سختو غندلو پرمهال ووىل: (( ترورىستان او د دوى ملاتړی پر ملکی تاسىساتو او عامو خلکو د دغه ډول جناىتکارانه برىدونو سره، پر روښانه راتلونکی زموږ د خلکو باور او اراده نشی کمزورلې کولى.))جمهورریىس غنی د شهىدانو کورنىو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوی او د خداى تعالى په دربار کې ټپىانو ته د بشپړې روغتىا دعا کوی.