روزنامه هیواد

په تېر کال کې د نېشه یی توکو لوی قاچاق کوونکی نیول شوی

که څه هم د دې وزارت له نېشه یی موادو سره د مبارزې معیین عبدالخلیل بختیار له رسنیو سره د خبرو پر مهال د دې قاچاق کوونکو نومونه وانه خیستل، خو ویې ویل، چې نیول شوی قاچاق کوونکی د ملګرو ملتونو په تور لېست کې هم شامل دى او د پولیسو په عملیاتو کې نیول شوی دی.د ښاغلی بختیار پر وینا د دې قاچاق کوونکو له ډلې څخه ځینې یې په شلو کالو بند محکوم شوی دی.نوموړی زیاته کړه:”موږ په ۲۰۱۷مېلادی کال کې د نشه یی موادو ۸ تنه لوی قاچاق کوونکی نیولی، په تېرکال  کې د خالد په نوم عملیاتی پلان کې هم  د هغوى نیول شامل وو، چې له دې لارې وکولای شو د سیمو له تصفیې وروسته قاچاق کوونکی ونیسو او د نېشه یی موادو زېرمې هم له منځه یوسو.))د یادولو وړ ده چې له نېشه یی توکو سره د مبارزې معیینیت هر کال لس تنه د نېشه یی موادو د نیول شویو قاچاق کوونکو په لېست کې شاملوی.دې معیینیت په ۱۳۹۵ لمریز کال کې هم د هغو نیول شویو نړیوالو قاچاق کوونکو لېست له رسنیو سره شریک کړی چې ځینو یې له تروریستی ډلو سره په مالی مرسته کې لاس درلود.د دې لویو قاچاق کوونکو له ډلې څخه یو هم حاجی جمعه خان دی چې مرستندویه تروریستی ډلې او د نېشه یی موادو څو کارخانې یې درلودې.بل قاچاق کوونکی یې حاجی میرولی خان و چې د هلمند ولایت د مخدره موادو د مافیایی ډلې مالی مسوول و.له دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و ، چې د ۱۳۹۶ لمریز کال په بهیر کې لسګونه کارخانې او د نېشه یی موادو زېرمې یې له منځه وړی چې له دې لارې وسله والو طالبانو او مافیایی ډلو ته لسګونه میلیونه امریکایی ډالر زیان اوښتی دی.له بله پلوه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی معیین میرزا محمد یارمند په دې باور دی چې د لویو قاچاق کوونکو نیول  له هغوى سره  د مافیایی شبکې لړۍ پرې کوې او دوی ته یې درانده زیانونه اړولی دی.ښاغلی یارمند وایی، چې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې له افغان حکومت سره خپله همکاری ډېره کړی.نوموړی زیاته کړه: (( طالبانو ته زیات اقتصادی زیان اوښتی او د قاچاق کوونکو نیول د دې سبب کېږی چې له طالبانو سره د قاقچیانو د شبکې دا لړۍ پرې شی، د افغانستان پولیسو په دې برخه کې خپله دنده ترسره کړې ده، نېشه یی مواد یوه نړیواله او سیمه ییزه ناوړه پدیده ده، ځکه یې نو باید په نړیواله کچه غوښتنه راکمه کړل شی.))له نېشه یی توکو سره د مبارزې معیینیت په  خبره د تېر کال په جریان کې  د نېشه یی توکیو پرضد د افغانستان په کچه نېږدې درې زره عملیات ترسره شوی او د دې عملیاتو په جریان کې د درې زرو کسانو په شااوخوا کې لوی او واړه قاچاق کوونکی نیول شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید