روزنامه هیواد

(( په تېرو ۶میاشتو کې ۵ لکه افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوی ))

د هېواد د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وایی: د روان ۱۳۹۹کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۵لکه کډوال هېواد ته بیرته را ستانه شوی دی.د یاد وزارت د ویاند مرستیال باهر رضا پرون امریکا غږ ته ویلی، چې د یادو کډوالو زیاته برخه له ایران څخه هېواد ته را ستانه شوی دی.نوموړی زیاته کړه، چې یوازې په تېرې وږې میاشتې کې څه باندې ۸۱زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راغلی چې پر وینا یې سم نیمایی په زوره ایستل شوی دی.ده وویل ،چې هېواد ته په راستنو شویو کسانو کې هغه کسان هم شامل دی، چې د کار لپاره ایران ته تللی و.د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په یاده موده کې شااوخوا ۱۰زره کډوال له پاکستان څخه هم بیرته هیواد ته را ستانه شوی دی.د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال وویل، چې د کورونا ویروس خپرېدو له امله په تیرو شپږو میاشتو کې له اروپایی هېوادونه څخه افغان کډوال هېواد ته نه دی ستانه شوی، خو نوموړی زیاته کړه، چې تېر کال ۲۴۹ کسان له اروپایی او ۶۵۰۰ نور له ترکیې څخه افغانستان ته ستانه شوی و، چې پر وینا یې یو شمېر یې په په خپله خوښه او یو شمېر یې په زوره له یادو هېوادونو ایستل شوی و.د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وایی، چې بېرته ستنېدونکو کډوالو سره هیېواد ته د ستنېدو پرمهال هر کډوال ته ۱۲زره افغانۍ هم ورکول کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید