روزنامه هیواد

په تېرو ۲ کلونو کې له هرو ۱۰ ماشومانو ۸ د جګړې قربانی شوی

الله محمد هغه ۱۴کلن ماشوم، چې د کابل په سره صلیب روغتون کې تر درملنې لاندې دی.نوموړی نږدې پنځه کاله وړاندې په ارغندې سیمه کې کله چې خپل کور ته نږدې غره ته تللی و، د ماین په چاودنه کې یې یوه پښه پرې شوه.الله محمد وایی: دې پېښې نه یوازې دا چې پښه یې ترې واخیسته له روانی پلوه یې هم سخته صدمه ور ورسوله.

دی زیاتوی: (( په تېرو انتخاباتو کې غره ته تللی وم، هلته چاودنه وشوه، بې هوښ شوم، کله چې په هوښ راغلم له پښې مې وینې تللې او د پښې هډوکی مې سپین ښکارېده، خلک راغلل او زه یې روغتون ته یووړم، هغه مهال مې فکر کاوه، چې نور نه ښه کېږم ،خو اوس هیله من یم چې مصنوعی پښه لرم او په راتلونکی کې به له ما یو څه جوړشی.))

د الله محمد په شان زیات نور ماشومان هم شته چې په‌دې وروستیو کلونو کې د جګړې قربانی شوی.

له ماشومانو د ملاتړد نړیوالې ادارې «Save the Children» د تازې څېړنې له مخې ،په افغانستان کې د مشرانو په پرتله ماشومان زیات د جګړې، چاودنو او ځانمرګو حملو له ګواښونو سره مخ دی. په‌دغې څېړنه کې راغلی، چې په تېرو دوو کلونو کې په  هرو لسو ماشومانو کې اته یې د جګړې، انتحاری حملو او چاودنو له امله په یو ډول فزیکی او روحی زیانمن شوی.همدا راز له ماشومانو د ملاتړ ادارې «Save the Children» موندنې ښیې چې ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادی کلونه د افغان ماشومانو لپاره خونړی وو. د دغې ادارې د چارواکو په خبره، په تېر ۲۰۱۷ میلادی کال کې له ۳۱۰۰ زیات افغان ماشومان وژل شوی او ټپیان شوی ، دغه شمېر په ۲۰۱۸ میلادی کال کې نږدې څلور زرو ته رسېدلی.په همدې حال کې له ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې د تاسیس په سلمه کلیزه کې د دغې ادارې مسوولینو د ماشومانو پر وړاندې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ستر کمپاین د پیل خبر ورکړ.

په افغانستان کې د دغې ادارې ویانده مریم عطایی وایی: دا کمپاین څلور عمده هدفونه لری.

آغلې عطایی زیاته کړه:

  • لومړی د جګړې په جریان کې د ماشومانو د ساتنې د پالیسۍ پلی کېدل.
  • دویم ماشومان له خپلو حقونو خبرول.
  • درېیم د ښوونځیو د خوندیتوب د اعلامیې پلی کېدل ،چې هغه افغان حکومت په ۲۰۱۶ میلادی کال کې لاسلیک کړې، موږ غواړو دغه اعلامیه پلی کړو له ښوونځیو باید د پوځی او انتخاباتی بنسټ په توګه استفاده ونه شی، ځکه دا ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ کوی.او څلورم له ماشومانو د ملاتړ د قانون پلی کول دی ،چې میاشت وړاندې تصویب شو او اجرائیوی بڼه خپلوی.افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی ،چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې په کې جګړه روانه ده، چې دغه جګړه هرکال له ملکیانو قربانی اخلی.ماشومان د افغانی ټولنې یوه لویه برخه جوړوی.د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون د نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر اساس ، د افغان دولت وسله‌وال مخالفین تر ډېره د روانې جګړې عاملین دی.

ډاکټران وایی: ډېر هغه ماشومان چې په جګړه کې زیانمن شی وروسته له روحی او روانی فشارونو سره لاس او ګریوان وی.په کابل کې د سره صلیب روغتون مؤظف ډاکتر شکرالله زیرک وایی: ((طبعاً هر کس چې معلولېږی خپله راتلونکی تیاره ګوری او د هېڅ ډول روښنایۍ په اړه فکر نه‌کوی ډېری روغتونونه دغو کسانو ته هیله مندی نه ورکوی چې تاسو نه شئ کولای په خپلو پښو ودرېږئ.))

له ماشومانو د ملاتړ اداره له افغان حکومت څخه غواړی ،چې د جګړې په لړ کې له ماشومانو ساتنه وکړی.دا اداره له نړیوالو اړونده بنسټونو غوښتنه کوی ،چې په افغانستان کې له ماشومانو سره د تاوتریخوالی عاملین حساب ورکونې ته حاضر کړی، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په‌دغه هېواد کې تر ډېره د ماشومانو د تلفاتو عاملین طالبان بولی.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمی زیاته کړه:(( د قربانی ماشومانو عاملین په تېره بیا هغه ،چې د جګړې له امله قربانی شوی ترهګر طالبان دی، تاسو ولیدل ، چې په پکتیا، خوست، کونړ او څو نورو ولایتونو کې چې په‌دې وروستیو کې په‌کې پرله‌پسې چاودنې کېږی او ډېر قربانیان یې ماشومان وو.)) د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی دا هم وایی، چې وسله‌والې مخالفې ډلې په ځانګړی ډول طالبان په یو شمېر برخو کې غیر ملکیانو په تېره بیا ماشومانو ته په ځانګړو سپیڅلو ځایونو کې د انتحاری حملو او نورې ترهګریزې روزنې ورکوی.   فېروزه عزیزی

ممکن است شما دوست داشته باشید