روزنامه هیواد

په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د معتادینو د شمېر په اړه سروې نه ده شوې

د امکاناتو نشتوالی او امنیتی ستونزې هغه لاملونه دی، چې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د معتادینو سروې نه ده شوې.

په افغانستان کې د (۲۰۱۲) میلادی کال د سروې له مخې : د معتادینو او نېشه یی موادو له امله د زیانمنو شویو خلکو شمېر یو اعشاریه پنځه میلیونه ښودل شوى و، خو په (۲۰۱۵) م کال کې د ملګرو ملتونو له نېشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې یا (UNODC) د سروې له مخې: د معتادینو شمېر درې اعشاریه پنځو میلیونو کسانو ته لوړ شو، خو څلور کاله کېږی، چې په افغانستان کې د معتادینو په اړه نوې سروې نه ده شوې.

د عامې روغتیا وزارت د نېشه یی موادو د غوښتنې را کمولو رییس شاپور یوسف آزادۍ راډویو ته ویلی: دوی خپل پروګرام د پخوانۍ سروې له مخې عملی کوی او د معتادینو شمېر له روغتونونو څخه د اټکل له مخې معلوموی.

دا اټکل ښیی، چې معتادین هر کال په سلو کې پنځه اعشاریه شپږ لوړېږی.

ده وویل: په افغانستان کې د معتادینو د پېژندلو لپاره ځانګړې ټکنالوژی نه شته، موږ مجبور یوو د معایناتو بېلګې له هېواده دباندې یوسو، چې پر دې کار ډېرې پیسې لګېږی. د سروې نه کېدلو دوهم لامل ناامنی ده. موږ له (UNODC) او (INL) ادارو سره خبرې کړی چې د امکان په صورت کې په په راتلونکی کال کې سروې وکړی.

په (۲۰۱۵) میلادی کال کې د افغانستان په اتو ولایتونو کې د خلکو وېښتان او نوکان معاینه شول او په پاتې (۲۶) ولایتونو کې د معتادینو شمېر د همدې اټکل له مخې وګڼل شو.

د معایناتو هغه بېلګې چې د واشنګټن په لابراتوارونو کې کتل شوی، نتیجه یې ښیی ،چې په افغانستان کې له معتادینو او نېشه یی موادو څخه د زیانمنو شویو خلکو شمېر درې اعشاریه پنځه میلیونه دی.

له نېشه یی موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معیین ډاکتر محمد ظفر بیا د معتادینو په اړه سروې دومره ضروری نه بولی.

دی وایی، چې د سروې پر ځای باید د معتادینو درملنې او وقایې ته ډېره پاملرنه وشی.

نوموړى وایی: که وقایوی پروګرامونه عملی کړو، نو په لږ مصرف د معتادینو شمېر را کمولی شو. که د معتادینو پر درملنه ډېرې پیسې ولګېږی، هېڅ نتیجه نه لری، ځکه چې دا معتادین بېرته په نېشو اخته کېږی، چې معتادینو ته د درملنې ټول امکانات برابر نه شی، هغوی نېشه نه شی پرېښودلی. البته په دې برخه کې د ټولو اړوندو ادارو تر منځ همکاری ډېره مهمه ده، که دا کار وشی، نو نتیجه به یې مثبته وی.

په کابل کې د معتادینو د درملنې د زر بستریز روغتون معالجوی مرستیال ډاکتر واحدالله کوشان بیا د معتادینو په اړه سروې ډېره ضروری بولی.

دی وایی چې سروې د اعتیاد د عواملو معلومولو او د نېشه یی موادو د غوښتنې را کمولو په برخو کې له دوی سره ډېره مرسته کولی شی.

ده وویل: د روغتونونو په کچه زموږ ارزونه ښیی چې د ښیښې په نامه د نېشه یی موادو استعمال ډېر شوی دی، له همدې امله د هېواد په کچه د معتادینو سروې ډېره ضروری ده. د نېشه یی موادو تشخیص، د اعتیاد د شمېرو تغییر او د دې نېشه یی موادو د استعمال د لارو چارو معلومول د معتادینو په درملنه کې ډېره مرسته کوی. که د معتادینو په اړه تازه سروې و نه لرو، نو زموږ درملنه به نیمګړې وی. د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس په نړۍ کې (۲۷۱) میلیونه کسان په مستقیم ډول معتاد ښودل شوی او (۳۵) میلیونه خلک بیا له نېشه یی موادو څخه زیانمن شوی بلل شوی دی. په دې راپور کې راغلی چې په نړۍ کې هر کال پنځه لکه او (۸۵) زره انسانان د نېشه یی موادو د استعمال له امله مری.

ممکن است شما دوست داشته باشید