روزنامه هیواد

په تېره جنورۍ کې نږدې ۷زره افغانان بې‌ځایه شوی

د دغې ادارې د رپوټ پر بنسټ وسله‌والې نښتې، پوځی  عملیات او د وسله‌والو مخالفینو له خوا په جبری ډول د مالیېاخیستل د سلګونو افغان کورنیو د بې‌ځایه کېدو عمده لاملونه ښوودل شوی دی. اوچا په خپل رپوټ کې ویلی: (( د کال له پیل څخه په مجموعی ډول ۶۶۹۹ بې‌ځایه شوی افغانان د اوچا په دفتر کې ثبت شوی دی.)) په رپوټ کې راغلی، چې د غزنی ولایت ۳۴۰۰ اوسېدونکی د پوځی عملیاتو، له جګړې د وېرې او د وسله‌والو مخالفینو له خوا د مالیې د اخیستلوله امله، له ولسوالیوڅخه د دغه ولایت مرکز ته بې‌ځایه شوی دی. په رپوټ کې دغه راز ویل شوی، چې د لوګر ولایت د څرخ او برکی  برک ولسوالیو زر تنه اوسېدونکی د پوځی عملیاتو له امله د خپلو اصلی سیمو پرېښودلو ته اړ شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید