د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د هېواد د سوداکرۍ او پانګونې خونې چارواکی وایی، په تورخم بندر کې سوداګریزې چارې عادی حالت ته ګرځېدلې دی.د دغې خونې د عامه اړیکو مرستیال جان اقا نوید وایی، چې په دغه بندر کې ستونزې به بشپړه توګه هوارې شوې.د ښاغلی نوېد په وینا تر دې وړاندې د افغان سوداګرو سلګونه کانټینرونه درول شوی وو.نوموړی وویل، چې د یادو بندیزونو له امله سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی او اکثره توکی خرابېدو سره مخ وو.د ده په خبره له وروستیو هڅو وروسته په تورخم کې کاروبار اوس عادی حالت ته راګرځېدلی او په سوداګرو بندیز لرې شوی دی.دغه سوداګریز بندر د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوی په هدف د پاکستان له لوری تړل شوی و.