روزنامه هیواد

په تخارکې تاجکستانۍ ډاکترانې د افغان ښځو درملنه کوی

آغلې مملکت وایی: د کار ځای یې خوندی نه دی د نوموړې پر وینا، (( ډېر وخت د شپې له خوا د ډزو غږونه اورو، ډاریږو، موږ د طالبانو د ناروغانو درملنه هم کړې او کوو یې. ښځې دلته راځی او خپله وایی چې مېړونه یې طالبان دی.))طالبانو په دې وروستیو کې څو ځله د دغې ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ او د یوې لنډې مودې لپاره یاده ولسوالۍ له دې ډلې سره وه.دا تاجکستانۍ ډاکټره څو ځله د افغان ځواکونو او طالبانو د جګړې شاهده وه، خو بیا هم غواړی دې سیمه کې کار وکړی، هغه وایې: دلته خوږې او ترخې خاطرې لری.

نوموړې وایی: (( ډېرې خاطرې لرم او د ډېرو جګړو شاهده یم، هغه جګړه مې هېڅ نه هېرېږی چې د القناق په سیمه کې وه، بوږنونکې پېښه وه، ډېر زلمی په کې وژل شوی وو، د چا سر نه و د چا پښې نه وې د بل لاس نه و.))

د سیمې خلک وایی : د ښځینه ډاکترې په نه شتوالی کې له ستونزو سره مخ دی. فیروزه هغه مېرمن چې له یوې لرې سیمې دې ډاکترې ته راغلې وایی: (( نارینه ډاکترانو ته نه شو ورتلی، دلته د ښځینه ډاکترې ډېره اړتیا ده. حکومت باید پاملرنه وکړی.)) ،خو پوښتنه دا ده چې ولې افغان ډاکترانې دلته کار نه کوی؟ نا امنی او لرې والی د دې لامل شوی، چې افغانې ډاکترانې دې سیمې ته د ورتلو لپاره زړه نه ښه کوی.د تخار د عامې روغتیا مشر حفیظ الله ساپی وایی: (( د ښځینه ډاکترانو کمی نه یوازې په دې سیمه ،بلکې په ټولو ولسوالیو کې لویه ستونزه ده.))یوازې تاجکستانی ډاکترانې نه دی چې افغانستان کې فعالیت لری، د هېواد د سویلی او ختیځو ولایتونو ځینو برخو کې هم د روغتیا وزارت له همغږۍ پرته یو شمېر ایرانۍ او پاکستانۍ ډاکترانې او نرسانې د افغان ښځو درملنه کوی.افغان حکومت د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په مرسته غواړی لرو پرتو سیمو کې ښځو ته روغتیایی آسانتیاوې برابرې کړی، خو د خلکو پر وینا لا هم په ډېرو سیمو کې د ښځینه ډاکترانو نشتوالی لویه ننګونه ده.

فضل‌احمد یلغوز

ممکن است شما دوست داشته باشید