روزنامه هیواد

په تاجکستان کې روغتیاپالان قرنطین شوی

تاجکستانی چارواکیو په شمال کې د یو کس له مړینې وروسته د روغتیایی کارکوونکو په شمول ۱۳ کسان قرنطین کړی.د چارواکو پر وینا دا کس سینهبغل ته ورته ناروغۍ له کبله مړ شوی.روغتیایی چارواکو ویلی: د جابر رسولوف په روغتون کې د مشر ډاکتر په شمول د قرنطین شوې ډلې د کرونا ویروس د معایناتو نتایج منفی وو.د مړ شوی کس خپلوانو ویلی، چې هغه ګاونډی قرغزستان ته د واده لپاره تر سفر وروسته ناروغ شو.د تاجکستان د سغد ولایت په جابر رسولوف روغتون کې وروستی وضعیت د منځنۍ آسیا په دغه بېوزله هېواد کې د کرونا ناروغۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړې. د تاجکستان حکومت ویلی: تر اوسه په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کېدو هېڅ پېښه نهده ثبت شوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید