روزنامه هیواد

په بګرام کې ۴ ګورجستانی پوځیان په غلا تورن شول

د ګورجستان دفاع وزارت د افغانستان په بګرام هوایی اډه کې د خپلو ۴ سرتېرو د غلا قضیه تایید کړه. د جورجیاټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د ګورجستان دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویلی چې د امریکا پوځی پولیس د قضیې په اړه څېړنې کوی. له لومړنیو معلوماتو سره سم، د څلورو ګورجستانی پوځیانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازی د غلا په دې پېښه کې تر تعقیب لاندې دی.ګورجستانۍ ورځپاڼې لیکلی چې ۳۶۰۰ امریکایی ډالر وهل شوی دی.د ګورجستان دفاع وزارت وایی چې له امریکایی لوری سره له نژدې همکاری کوی او هرکله چې د قضیې په اړه جزییات ورسره شریک شول، غور به پرې وکړی او خپل معلومات به خلکو ته اعلام کړی.په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوی چې مجرمانو ته به له قانون سره سمه سزا ورکړل شی.د ګورجستان دفاع وزارت دا پېښه خپلو وسله والو ځواکونو، دفاع وزارت او د ګورجستان مشرتابه ته دردوونکې بللې ده.ګورجستان د پخوانی شوروی اتحاد یو نسبتاً کمزورى هېواد دى چې د قفقاز په سیمه کې پروت دى.دا هېواد د ناټو غړیتوب نه لری خو هڅه کوی چې د ناټو غړیتوب ترلاسه کړی. افغانستان ته یې ځواکونه هم په دې هیله استولی چې په نهایت کې به د ناټو غړیتوب ترلاسه کړی.د دغه هېواد دوې کورواکې سیمې جنوبی اوسیتیا او ابخازیا د د روسیې په ملاتړ بېلتون غوښتونکو خپلواکې اعلام کړې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید