روزنامه هیواد

په بلخ کې ناامنیو د سوداګریزې پانګونې کچه راکمه کړې

په شمال زون کې د سوداګرۍ خونې مسوولین وایی، چې د مزار شریف-جوزجان او مزار شریف-کابل په لویو لارو کې د ناامنیو د زیاتوالی له امله د سوداګریزې پانګونې کچه کمه شوېپه شمال زون کې د سوداګرۍ خونې اجرائیه مدیر نصیر احمد قاسمی آزادۍ راډیو ته ویلی، چې د بلخ په لویو لارو کې د طالبانو د حضور او د سوداګریزو توکو او نفتی موادو د لېږد په کاروانونو د ناپېژانده وسله‌والو حملې د پانګونې د کچې د کمېدو لامل شوی.ښاغلی قاسمی وویل، چې ډېری له حیرتان او اقینې تجارتی بندرونو څخه وارد شوی توکی د مزار شریف-جوزجان له لویې لارې انتقالېږی ،چې د ناامنۍ له امله وسله‌والو مخالفینو تر اوسه څو لارۍ سوداګریز توکی تښتولی هم دی.ښاغلی قاسمی زیاته کړه:(( د بلخ لویې لارې چې مزار شریف له جوزجان او کابل ولایتونو سره نښلوی د ناامنۍ له امله د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره خطرناکې دی او ملی سوداګرو د دا ډول ګواښونو له امله له بهرنی هېوادونو څخه د توکو رالېږد کم کړی دی.))مسوولین وایی، چې طالبان په ناامنه سیمو کې د سوداګریزو توکو له انتقاله باج اخلی.د نفتی توکو او نورو خوراکی مالونو سوداګر هم د مزار شریف-جوزجان او مزار شریف-کابل په لویو لارو کې د شته نا امنیو په اړه اندېښمن دی.د نفتی توکو سوداګر محمد کریم دولت‌زاده وویل، چې طالبان د ناامنۍ په دلیل د حیرتان او آقینې بندر ترمنځ په لویه لاره د تېلو ټانکرو ته اور ورته کوی او د سوداګریزو توکو په غلا کې هم لاس لری.دی وایی:(( لویې لارې نا امنه دی. طالبان د نفتی موادو پر ټانکړو او د نورو سوداګریزو توکو پر لاریو حملې کوی او تېلو ته اور ورته کوی. د ناامنۍ له امله اړ یو چې ډېر توکی هېواد ته وارد نه‌کړو.))په همدې حال کې د بلخ امنیتی چارواکی دا ناامنۍ تائیدوی او وایی ،چې د مزار شریف-جوزجان د لویې لارې د تصفیې په خاطر عملیات پیلوی.د بلخ د پولیسو ویاند عادل‌شاه عادل په‌دې اړه وویل:(( د سوداګرو اندېښنه پر ځای ده، د بلخ په لویو لارو کې مخالفینو فعالیت درلود. موږ په ځینو سیمو کې وسله‌وال ځپلی او د مزار شریف-جوزجان په لویه لاره کې تصفیوی عملیات پیلېږی، څو سوداګریز توکی له تهدیده خوندی شی.))یوازې بلخ نه‌دی، چې د وسله‌والو مخالفینو فعالیت د پانګونې د کچې پر کمېدو اغیز لری، بلکې د کندوز-کابل او کابل-کندهار پر لویو لارو هم د مخالفینو حملې د دې لامل شوی، چې د سوداګریزو بندرونو له لارې د توکو رالېږد کم شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید