روزنامه هیواد

په بلخ کې د نقاشۍ له لارې د سولې هڅې

د دې نندارتون جوړونکى عزیزالله توخی وایی:  خلک له جګړو ستړی شوی او غواړی د نقاشۍ د هنر له لارې د سولې پیغام تر خلکو ورسوی.

څه موده وړاندې په  بلخ کې د نقاشۍ هنرمندانو (( د سولې په هنداره کې نقاشی )) تر سرلیک لاندې د سولې اړوند د نقاشۍ نندارتون جوړ کړی و.دغه نندارتون په مزار شریف ښار کې پرانیستل شوی و او تر دوو ورځو یې دوام وکړ.د دې نندارتون جوړوونکی عزیزالله توخی وویل: خلک له جګړو ستړی شوی او غواړی د نقاشۍ د هنر له لارې د سولې پیغام تر خلکو ورسوی. ده وویل: دلته لسګونه آثار په همدې هیله نندارې ته وړاندې شوی، خو د نندارتون لپاره  ځای مناسب نه ګڼی: ((که موږ یو سم نندارځای لرلی ، نو بیا به د مزار شریف ښاروالۍ په خلاصه فضا کې د نندارتون جوړولو ته نه اړ کېدو.))ده زیاته کړه: (( موږ په افغانستان کې د هنرمندانو اتحادیه نه لرو، باید یوه اتحادیه ولرو چې زموږ ستونزې له حکومت سره شریکې کړی.))د دې نندارتون یوې ګډونوالې چې خپل آثار یې هم نندارې ته وړاندې کړی دی، وویل: له دوو کلونو راهیسې د نقاشۍ له هنر سره اړیکه لری.فرزانه اخلاقی یو وېشت کلنه ده او تر اوسه یې پنځه هنری آثار تخلیق کړی دی، دا وایی: (( پنځه هنری آثار لرم چې ټول نقاشی دی او د ټولو پیغام سوله ده.))فرزانې اخلاقی په خپلو ځینو تابلوګانو کې سپینې کوترې د الوتلو په  حال کې نقاشی کړی او همدارنګه په ارامه فضا کې یو بزګر په خپل کار بوخت ښکاری.د عاطفې په نامه بلې نقاشې وویل: (( موږ غواړو د هنر له لارې سوله وړاندې کړو، هنر د سولې لپاره ډېر ښه رول لوبولى شی.))د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صالح محمد خلیق وایی: (( دا نندارتون دې ته زمینه برابروی ، چې خلک له هنر او فرهنګ سره یو چلند ولری.))د دې نندارتون ډېر نندارچیان ځوانان دی، د مزارشریف اوسېدونکى فهیم وایی: (( دا ډول نندارتونونه موږ په سوله‌ییز ژوند کې فکر کولو ته هڅوی او له تاوتریخوالی مومنعه کوی.))د نندراتون جوړونکی هیله لری، چې له همدې لارې په خلکو کې له ژوند سره مینه پیدا کړی او د تاوتریخوالی پر ضد یو ګام واخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید