روزنامه هیواد

په بلاروس کې ۱۳۰ لاریونول نیول شوی

په بلاروس کې له واکه د الکساندر لوکاشینکا د لرې کېدو په هدف د روانو مظاهرو پر مهال په لسګونه مظاهره‌چیان ونیول شول.د ویانسا په نامه د بشری حقونو ملاتړې ډله وایی وړمه ورځ ۱۳۰ کسان په پلازمېنه مېنسک او بارا ولیانی ښار کې نیول شوی دی.دا دویمه اوونۍ ده ،چې په بلاروس کې مظاهره‌چیان د (( ګاونډیانو د مارش)) په نامه لارو سړکونو ته په اعتراض راوځی.اوس مظاهره‌چیانو خپله تګلاره بدله کړې، دوی پر وړو ډلو وېشل شوی او په بېلابېلو سیمو کې په مظاهرو راوځی چې د امنیتی ځواکونو له‌خوا یې نیول ستونزمن شی.د رسنیو راپور ورکړی، چې امنیتی ځواکونو د مظاهره‌چیانو پر خلاف اوښکې بهوونکی ګاز او بې‌سدوونکی لاسی بمونه کارولی دی.په بلاروس کې د اګسټ میاشتې له نهمې د ولسمشرۍ تر لانجمنو ټاکنو وروسته چې الکساندر لوکاشینکا یې ګټونکی اعلام شوی، مظاهرې روانې دی. اپوزېسون وایی ،په ټاکنو کې درغلی شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید