روزنامه هیواد

په بلاروس کې پولیسو پر لاریونوالو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی

په بلاروس کې وړمه ورځ ګڼ خلک د مظاهرو پر مهال نیول شوی او پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکی ګازه کار اخیستی.خلک د الکساندر لوکاشینکا پر ضد پاڅېدلی او غواړی چې دی له واکه لرې شی.امنیتی ځواکونو چې د بلوا ضد یونیفورم‌یې په تن و په ګومیل ښار کې په خلکو اوښکې بهوونکی ګاز کاراوه او هوایی ډزې یې کولې.په مېنسک کې د مظاهره‌چیانو شمېر یو لک کسان اټکل شوی. د کورنیو چارو وزارت ویلی، چې په ټول هېواد کې یې تیره یکشنبه ۲۰۰ کسان نیولی دی.په بلاروس کې خلک وروسته له هغه پاڅېدل چې د انتخاباتو کمېسیون الکساندر لوکاشینکا د اګسټ نهمې ولسمشرۍ ټاکنو بریالی اعلام کړ.لوکاشینکا له ۲۶ کلونو په بلاروس واک چلوی او وایی ،چې استعفا نه‌ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید