روزنامه هیواد

په بلاروس کې خبری افراطی وېب پاڼه

د بلاروس یوې محکمې وړمه ورځ د یوې خپلواکې انلاین خبری شبکې وېب پاڼې د افراطی وېب پاڼو په توګه ونومولې.د ‘zerkalo.io’ په نوم خبری وېب پاڼه تېره میاشت د توت ډاټ بای (tut.by) د خپلواکې انلاین خبری شبکې د بریالانو له خوا جوړه شوې وه، خو د بلاروس حکومت دا شبکه چې ډېر پلویان لری او د هغې بانکی حسابونه بند کړی او د هغې یو شمېر کار کوونکی یې له مالیاتو د تېښتې په تور نیولی دی.توت ډاټ بای یوه له ډېرو منلو وېبپاڼه وه چې په بلاروس کې د حکومت پر ضد د اعتراضونو د ځپلو په اړه یې راپورونه خپرول.په بلاروس کې د ولسمشرۍ پروسږن انتخابات چې د الکساندر لوکاشینکا د واکمنۍ موده یې تمدید کړه، له بې سارو اعتراضونو سره مخامخ شول.لوکاشینکا چې له ۱۹۹۴ کال راهیسې تراوسه په بلاروس کې واکمن دی، خپل سیاسی مخالفان سخت ځپلی دی.دواړو خبری وېب سایټونو په یوه بیان کې اعلام کړی چې د محکمې د دې حکم پر وړاندې به د استیناف غوښتنه وکړی.د دې وېبپاڼو چلوونکو وېیلی چې دوی هېڅ کومه غلطی نه ده کړې او ژمنه یې کړې،چې له بهره به خپل کار ته دوام ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید