روزنامه هیواد

په بغلان کې یتیمو ماشومانو مرستې ترلاسه کړې

په بغلان ولایت کې یتیمو ماشومانو پرون نغدی مرستې ترلاسه کړې  .د بغلان ولایت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رییس سیدصالح وایی: د هدف موسسې د نجونو او هلکانو په ګډون له  ٧۵ ماشومانوسره چې دښوونځی زده کوونکی دی، له هر ماشوم سره ۱۷ زره  ۶۶۰ افغانۍ مرسته وکړه . د کار، تولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رییس د هدف موسسې د دغه  اقدام له امله  مننه وکړه او له نورو خیریه بنسټونو او ملی سوداګرو څخه یې وغوښتل چې د ماشومانو  په تېره بیا له یتیمو ماشومانو سره مرسته وکړی چې هغوى ته  د زده کړې ښه زمینه برابره شی .                                                باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید