د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په بغلان کې د نیالګیو د ایښودلو بهیر د دغه ولایت په مرکز پلخمری ښارکې د میوه لرونکو نیالګیو په ایښودلو سره په رسمی ډول پیل شو. د نیالګیو د ایښودلو دغه بهیر د غوری سمنټو فابریکې، د له ترقۍ بڼ څڅه چې ١٣٠ جریبه ځمکه ده؛ پیل شو. د غوری سمنټو تصدۍ د خبری څانګې مسوول حامد هوشمند باختر آژانس ته وویل چې دغه بڼ په شمال او شمال ختیځو سیموکې لومړنى نمونه بڼ دى چې د خړوبولو سیستم یې په قطره یی ډول عیار شوى دى او ٢٠٠٠مکعب مترو اوبو په ظرفیت سره د اوبو زېرمه او تفریحی پارکونه لری چې د سمنټو د فابریکې له خوا د ژوندانه چاپېریال ساتنې او سمسورتیا په موخه جوړ شوى دى. د نیالګیو د ایښودلو بهیر په پیل کې د بغلان ولایت سرپرست عبدالقدیم نیازی او د دغه ولایت نور مسوولینحاضر وو.