روزنامه هیواد

په بغلان کې د معتادینو شمېر ډېر شوی

بغلان د افغانستان په شمال کې یو له هغو ولایتونو څخه دی ، چې هم کوکنار په‌کې کرل کېږی او هم یې یو شمېر خلک په چرسو، تریاکو، هیروئینو او مورفینو اخته دی.په‌دې ولایت کې د معتادینو شمېر ۶۰ زرو ته رسېږی چې ډېر یې ځوانان دی. په بغلان ولایت کې فقر، بې کاری، نېشه‌یی توکو ته آسانه لاسرسۍ او د پرچون په بڼه د نېشه‌یی توکو د خرڅولو پر خلاف د مسوولینو پڅه مبارزه هغه اساسی عوامل دی، چې معتادین او د کوکنارو کښت یې ډېر کړی دی.د بغلان د ولایتی شورا رییس ډاکټر صفدر محسنی وایی ، چې باید د نېشه‌یی توکو د استعمال مخه ونیول شی:(( نن موږ په باغونو، هوټلونو او داسې نورو ځایونو کې ګورو چې زموږ خلک نېشې کوی او په لسګونو ځوانانو د نېشې په حال کې دېوالونو ته ډډه وهلې ده، له بده‌مرغه د معتادینو اولادونه او مېرمنې له اقتصادی ستونزو سره مخ دی.))د بغلان والی عبدالحی نعمتی هم د نېشه یی توکو کښت او پر نېشو د روږدو کسانو ډېروالی اندېښمن کړی دی:(( نېشه‌یی توکی د جګړې د تمویل ترڅنګ یوازینۍ ستونزه ده، چې څه د پاسه درې میلیونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول ورسره مخ دی. نېشې زموږ ځوانان چې یوه بشری قوه ده، له پښو غورځولی او د ټولنې او کورنیو د اوږو بار یې کړی.))ښاغلى نعمتی له نېشه‌یی توکو سره د مبارزې له مسوولینو څخه غوښتنه کوی ،چې له وسله‌والو مخالفینو سره د جګړې ترڅنګ دې د نېشه‌یی توکو له کښت او قاچاق سره هم جدی مبارزه وکړی.د بغلان ولایت امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع وایی، چې پولیس یوازې د ولس په مرسته کولای شی د نیشه‌یی توکو پر ضد ګټوره مبارزه وکړی:(( نشه‌یی توکی د پلخمری په ښار او په ټولو ولسوالیو کې په پرچون ډول خرڅېږی. زه د بغلان ولایت له خلکو څخه غوښتنه کوم ،چې د نېشه‌یی توکو د خرڅوونکو په نیولو کې له پولیسو سره مرسته وکړی.))که څه هم په بغلان ولایت کې یو ځل د کوکنارو کښت صفر شوى و، خو کله چې د کوکنارو پر ضد مبارزه ټکنۍ شوه، نو د کوکنارو کښت بېرته مخ پر ډېرېدو شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید