روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په بغداد کې پر پوځی اډه راکټی بریدونه شوی

په بغداد کې پرون په پوځی اډه راکټونه لګېدلی دی.د عراق د پلازمینې بغداد هوایی ډګر ته څېرمه هغه پوځی اډه په راکټونو لګېدلې ، چې په کې یو شمېر امریکایی پوځیان او دپلوماتان هم مېشت دی.د عراق پوځ په بیان کې ویلی ، چې شپږ عراقی عسکر په دغو راکټی بریدونو کې ټپیان دی، چې له ډلې یې د دوو وضعیت ښه نه دی.امریکایی ځواکونو ته زیان نه دى اوښتى. ټپیان د عراق د ترورېزم ضد وړې ډلګۍ غړی دی، چې د امریکا له خوا جوړه او روزل شوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید