روزنامه هیواد

په برېښنایی تذکرو کې د مور نوم لیکل اختیاری دی

د نفوسو د احوال ثبتولو ملی ادارې رییس وایی:  په الکترونیکی تذکرو کې د مور نوم د هر شخص په خوښه لیکل کېږی.د یادې ادارې رییس احمد جاوېد رسولی پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د ولسمشر غنی له فرمان سره سم به له دې وروسته په الکترونیکی تذکرو کې پر ټولو فردی مشخصاتو سربېره، د مور نوم هم درج کړی، خو نوموړی زیاته کړه، چې د مور نوم به د غوښتونکی په خوښه لیکل کېږی.نوموړی زیاته کړه : (( په الکترونیکی تذکرو کې د مور نوم درج کول اختیاری دی او د الکترونیکی تذکرې د غوښتونکی په خوښه ترسره کېږی. که چېرې د تذکرې غوښتونکی د مور نوم له درج کولو سره موافق نه‌وی، الکترونیکی تذکره یې د مور له نوم پرته چاپ او وېشل کېږی.))ښاغلی رسولی وویل: هغه الکترونیکی تذکرې چې تر دې وړاندې د مور له نوم پرته وېشل شوې دی هم د اعتبار وړ دی.دا په داسې حال کې ده ،چې روانه میاشت ولسمشر محمد اشرف غنی په الکترونیکی تذکرو کې د مور نوم لیکل هم توشیح کړل.په افغانستان کې په الکترونکی تذکرو کې د مور د نوم لیکلو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دی. یو شمېر کسان یې ملاتړ او ځینې بیا مخالفت کوی.د افغانستان د نفوسو احوال ثبتولو ادارې مشر همدارنګه وویل ، چې تر دې مهاله یو میلیون الکترونیکی تذکرې وېشل شوی دی.د نوموړی د معلوماتو په اساس په دې وروستیو کې په دې هېواد کې د الکترونیکی تذکرو اخیستلو تقاضا زیاته شوې ده.نوموړی زیاته کړه، چې تر دې مهاله د هېواد داخل او بهر کې د الکترونیکی تذکرو ۴۷ مرکزونه پرانیستل شوی ،چې پر وینا یې کېدای شی دغه مرکزونه نور هم پراخ شی.ښاغلی رسولی وویل : (( تر دې مهاله خلکو یومیلیون الکترونیکی تذکرې اخیستی او په راتلوونکې کې به په نورو هېوادونو کې هم د افغان کډوالو لپاره مرکزونه پرانیستل شی.))افغان حکومت تر دې مهاله په ایران کې د مېشتو د افغان کډوالو لپاره د الکترونکی تذکرو ورکولو بهیر پیل کړی دی.په پاکستان او نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو هم په هغه هېوادونو کې د الکترونیکی تذکرو بهیر پیلېدو غوښتنه کړې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید