روزنامه هیواد

په برما کې پولیسو۱۸ معترضان وژلی

پولیسو په برما کې ۱۸ معترضان وژلی او یو شمېر نور یې ټپیان کړی دی.دغه معترضان وړمه ورځ د پولیسو په وویشتلی او دغه ورځ د کودتا پر ضد د څو اوونیو اعتراضونو له پیل راهیسې تر ټولو خونړۍ وه.ښځې هم په غالب ګومان وروسته تر دې د زړه د حملې له امله ساه ورکړه، چې پولیسو په یانګون ښار کې د ښوونکو اعتراض د نارنجک بم په وسیله تیت او پرک کړ.د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګویترېش د اعتراض کوونکو ځپل په کلکو ټکو غندلی او د اعتراض کوونکو پر ضد یې د وژونکو وسلو کارونه او د هغوی خپل‌سره نیول د نه‌منلو وړ عمل بللی دی.ده د وژنې او د خلکو د ټپی کېدو پر زیاتوالی ژوره اندېښنه ښودلې ده.په برما کې له یوې میاشتې راهیسې چې پوځ کودتا کړې او د ملکی حکومت مشره انګ سان سوچی او د هغې د ګوند یو شمېر نور غړی یې نیولی، اعتراضونه پیل شوی دی. ���������y���

ممکن است شما دوست داشته باشید