روزنامه هیواد

په بدخشان کې اته پراختیایی پروژې بشپړې شوی

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزی بدخشان ته د کاری سفر په دویمه ورځ، بدخشان پوهنتون کې اته مهمې پروژې پرانیستلې او د یوې بلې پروژې د بنسټ ډبره یې کېښوده.دغه پروژې چې د انجنیری پوهنځی تدریسی ودانۍ، د کېمیا دیپارټمنټ لابراتوار، د کیفیت د تضمین د واحد تجهیزول، د تشنابونو جوړول او د ښوونې او روزنې پوهنځی د بنسټ ډبرې ایښودل په کې شاملېږی، د لوړو زده کړو وزارت له پراختیایی بودجې، د هند له مالی مرستې  او د لوړو زده کړو وزارت له پراختیایې برنامې (HEDP)څخه تمویل شوې، چې ټول لګښت یې ۸۶ میلیونه افغانیو ته رسېږی.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمی مرستیال پوهنمل عبد التواب بالاکرزی په هغې غونډه کې چې په دې تړاو په بدخشان پوهنتون کې جوړه شوې وه، په بدخشان پوهنتون کې له وروستیو پراختیایې فعالیتونو څخه د مننې وړاندې کولو په ترڅ کې؛ دې ولایت ته د خپل سفر موخې د دولتی او خصوصی لوړو زده کړو د بنسټونو له استادانو او مسوولینو سره لیده کاته او په هېواد کې د تحصیلی خدمتونو د وړاندې کولو لا ښه کول وبلل.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د بدخشان پوهنتون په چوکاټ کې د نویو پوهنځیو د جوړولو په اړه وویل: (( موږ د هغو څانګو جوړولو ته لومړیتوب ورکوو ،چې د خلکو په ژوند او چاپېریال کې بدلون رامنځته کړی او د یاد ولایت په کارموندنې او اقتصاد کې مهم رول ولری.))نوموړی د بدخشان پوهنتون او د دغه ولایت د مقام د غوښتنو او وړاندیزونو په تړاو وویل چې د لوړو زده کړو وزارت د خپلو امکاناتو او برابرې پراختیا په نظر کې نیولو سره، د هېواد د پوهنتونو د ستونزو په حلولو کې اقدام کړی او د بدخشان پوهنتون په چوکاټ کې د هایډورلیکس، ګرځندوى، د اوبو او چاپېریال انجنیری مدیریت د څانګو په جوړولو سره چې کولای شی ددغه ولایت په پراختیا او اقتصادی پیاوړتیا کې مؤثر واقع شی، همغږى دى.نوموړی همدا ډول زیاته کړه، چې د ښځینه محصلینو او کمپیوټر لب د ستونزو د حل په برخه کې په راتلونکی کال کې یې یوه پنځه پوړیزه لیلیه په نظر کې نیولې ده او د کمپیوټر لب جوړول هم تر تدارکاتی مراحلو لاندې دی.پوهنمل بالاکرزی زیاته کړه ، چې دغه وزارت د خپلې بودجې چې د ټولې ملی بودجې ۲ سلنه تشکیلوی ، په نظر کې نیولو سره، مسوولیت لری ،تر څو یاده بودجه په برابر ډول سره په ۳۸ تحصیلی بنسټونو کې په مصرف ورسوی، چې په دې توګه به یو څه ستونزمنه وی ،چې  ټولو غوښتنو ته په خپل وخت لاسرسی صورت ومومی.

پوهنمل بالاکرزی د تحصیلی کیفیت او فعالیتونو په باره کې چې په دې برخه کې تر سره شوی دی هم معلومات وړاندې کړل ویې ویل، چې پر تحصیلی نصاب کار روان دی او د روان کال تر پایه به د هغه ۵۰ سلنه پوره شی. دغه نصاب په نړیوالو معیارونو برابر او له اړوندو ادارو سره په مشوره جوړیږی.همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د استادانو او کارمندانو، علمی څېړنو، د محصلینو خدمتونو، تقنینی اسنادو او د دې وزارت د تشکیلاتو په معقوله توګه برابرولو په باره کې د لوړو زده کړو وزارت د اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړل.اوس مهال په هېواد کې ۱۷۰ دولتی او خصوصی تحصیلی بنسټونه فعالیت لری، چې یاد رقم د کمیت له نظره د هېواد نفوسو ته په توجه کولو سره د پام وړ دى، خو له کیفی نظره ستونزې شتون لری چې د لیکل شویو او یو په بل پسې د دوامدارو برنامو په باره کې د اجرا په حال کې دی. په یادو مراسمو کې، د بدخشان والی محمد ذکریا سودا د یادو شویو پروژو په پرانیستلو سره د خوښۍ اظهار وکړ او ویې ویل: د خوښۍ ځای دى چې نن ورځ په بدخشان کې د لوړو زده کړو د پراختیا او ودې لپاره ارزښتمند ګامونه پورته کوو او موږ د بدخشان پوهنتون په چوکاټ کې د څو پروژو د پرانیستې او د بنسټ ډبرې د ایښودلو شاهدان یو.نوموړی د بدخشان پوهنتون په چوکاټ کې د طب، هایډرولیکس او ګرځندوى برخو کې د اړتیاوو په اړه هم خبرې وکړې. او د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست څخه یې وغوښتل ،تر څو پدې برخه کې ورسره مرسته وکړی.د بدخشان پوهنتون رییس، محمد قاسم آریا د نوموړو پروژو او د هغو د اهمیت په اړه خبرې وکړې. او یو لړ نورې غوښتنې او ستونزې لکه د پوهنتون د مځکې پراخول، د اداری کادرونو د تشکیل رامنځته کول، د استادانو د هستوګنې لپاره کورونه، د بودجې کموالی، د سپورت میدانونه او د ښځینه او نارینه لیلیو نشتون او د څېړنیز مرکز او مېلمستون جوړول د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.د یادې غونډې له ویناوالو څخه یو هم په ولسی جرګه کې د بدخشان د خلکو استازى او د ولسی جرګې د دینی، فرهنګی چارو او پوهنې او لوړو زده کړو د کمېسیون غړى ډاکټر احمد ضیا یفتلی و چې د لوړو زده کړو وزارت د وروستیو پروګرامونو او اقداماتو ستاینه یې وکړه او ویې ویل ،چې د لوړو زده کړو وزارت ښه پروګرامونه په پام کې لری او د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له خپل ځوان ټیم سره د خدمت کولو قوی هوډ لری. د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر سفرونه د هېواد د دولتی او خصوصی تحصیلی بنسټونو د ارزولو او د ستونزو د حلولو لپاره لا هم دوام لری او ډېر ژر به د نورو ولایتونو له پوهنتونو څخه هم لیدنه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید