روزنامه هیواد

په بامیانو کې سږکال ۳۷۰زره ټنه کچالو تولیدېږی

د بامیانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکی وایی: ارزونې ښیی، چې ټاکل شوې سږکال به له بامیانو څخه ۳۷۰ زره ټنه کچالو راټول شی. د دغو چارواکو په خبره له دې وړاندې له بامیانو څخه په کلنۍ ډول کابو ۳۵۰ زره مټریک ټنه کچالو په لاس راتلل.

د بامیانو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالوهاب محمدی وایی، چې هرکال په ټول بامیان کې په کابو ۱۷ تر ۱۸ زره هکتاره مځکه کې د کچالو کرکېله کېږی، چې تېر کال هم د کچالو د کرکېلی سیمې (۱۷ تر ۱۸ زره هکتاره مځکه ) وه، خو له بده مرغه د وچکالۍ او کمو اوبو له امله یې حاصلات لږ څه ټیټ وو؛ په ځانګړې توګه د کال په وروستۍ فصل کې یوشمېر سیمې وچکالۍ وځپلې، خو سږ کال اوبه پرېمانه دی، اورښتونه ښه وو او دغه راز د کرنې وزارت حمایتی برنامې هم پلی شوی ،نو دې ته په کتو سږکال د حاصلاتو کچه لوړه ده.))ښاغلی محمدی وویل: (( که څه هم د حاصلاتو د راټولولو فصل تر دې دمه پای ته نه دی  رسېدلی، خو د ارزونې او نښو نښانو له مخې تمه ده، چې د بامیانو د کچالو سږنۍ حاصلات به ۳۷۰ زره ټنه وی.))د کرنې رییس وایی: د کرنې وزارت له خوا د بزګرانو لپاره د کچالو لویې او وړې زېرمې جوړول هم د یاد کرنېز محصول د تولید د زیاتوالی لامل شوی. ده زیاته کړه، چې دغه زېرمې هره یوه یې په منځنۍ کچه د ۲۰ ټنه کچالو د ساتنې وړتیا لری. ده وویل:  دغه زېرمتونونه د بامیانو د ۲۰ سلنه کچالو د ساتنې وړتیا لری او اړتیا ده، چې پاتې ۸۰ سلنه نورو ته هم زېرمتونونه جوړ شی.د ښاغلی محمدی په خبره اوسمهال د (( ملاغلام)) په څېړنیز فارم کې پر ۳۶ ډوله کچالو څېړنې کېږی: (( په بامیانو کې د کچالو ۱۴ نژادونه د بزګرانو په واک کې دی، چې کرل کېږی. د ملا غلام په څېړنیز فارم کې د کچالو پر ۳۶ ډولونو څېړنې کېږی، چې یو یا دوه کاله وروسته به د کچالو هغه ښه او حاصل خیز ډول چې له چاپېریال سره توافق ولری بزګرانو ته به ور وپېژندل شی او تکثیربه شی.))د کرنې وزارت په ملاتړ په وروستیو کلونو کې په بامیانو کې د کچالو کرکېله    غوړېدلې او د دې ولایت ډېرو بزګرانو د کچالو کرکېلی او تولید ته مخه کړې.د بامیانو په ډېرو سیمو کې د کچالو کرکېله کېږی، خو د مرکز اړوندې سیمې او د یکاولنګ او شیبر ولسوالۍ په بامیانو کې د کچالو د تولید له عمده مرکزونو څخه شمېرل کېږی.د بامیانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وایی، چې د بامیانو کابو ۹۰ سله کچالو نورو ولایتونو ته صادریږی.  د ده په خبره د بامیانو د کچالو د پلور ستر مرکزونه، د کابل، شمالی او ختیځو ولایتونو مارکېټونه او دغه راز د هېواد مرکز دی.په بامیانو کې نږدې ۵۰ زره بزګران د کچالو په کرکېله او تولید بوخت دی. بامیان په افغانستان کې د کچالو تر ټولو لوى مرکز دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید