روزنامه هیواد

په ایران کې دې د افغان کارګرو ژوند وژغورل شی!

له ایرانه د افغانانو په زوره را د رایستلو لړۍ ښه په درز روانه ده، نږدې هره ورځ ایران ۱۱ زره افغانان په زور را شړی، د دې ترڅنګ په ایران کې که افغان کارګر یوازې عادی زکام یا ټوخی هم ولری، د کرونا ناورغۍ په پلمه نیول کېږی او د زهرو پېچکارۍپه ورکولو سره وژل کېږی،چې مړی یې هم تری تم کېږی، تر اوسه دا ډول ډېر شمېر افغانان په ظالمانه توګه وژل شوی او دا لړۍ لا هم روانه ده، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وایی: په تېره مارچ میاشت کې سل زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راستانه شوی دی.ددغه سازمان د بشری مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایی، په تېره یوه میاشت کې د هرات اسلام قلعه بندر له لارې نږدې سل زره افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته راغلی، خو دا کسان را ستنېږی نه، بلکې ډېری یې په زور او جبر را شړل کېږی، تېره میاشت هم د ایران له قم ښاره لومړنی افغان را شړل شوی و، چې ورسره سم یې افغانستان ته کرونا ویروس راووړ او اوس د دې ناروغۍ ۱۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې او څلور کسان ترې مړه شوی دی. د هرات د ولایتی چارواکو په خبره، هره ورځ له اتو تر ۱۵ زره پورې افغان کډوال هرات ته راداخلېږی چې ورسره د کرونا وېروس د خپرېدو وېره ډېره شوې ده.دوی وایی: له کومې ورځې چې په ایران کې د کرونا وېروس خپور شوی له هغې راهیسې هېواد ته د افغان کډوالو راتګ ډېر شوی دی.په همداسې حال کې د افغان حکومت له لوری د هرات خلکو ته دا سپارښتنه کېږی چې له ایرانه هېواد ته له راستنو شویو کډوالو سره د ۱۴ورځو لپاره ونه ګوری او همدارنګه یی له ایرانه پر راغلیو کډوالو غږ کړی چې خپلو کورونو کې پاتې شی او بهر ته له وتلو ډډه وکړی. یوازې کډوال نه،بلکې هره ورځ زرګونه افغان کارګر، چې ایران ته په مزدورۍ پسې تللی را شړل کېږی او د ایران د بد وضعیت له امله را ستنېږی، تر اوسه په ایران کې د زهرو پر پېچکارۍ د وژل شویو کسانو دقیق شمېر نشته، خو آن دا مسئله رسنیو ته هم راوتلې او ګڼو کسانو په خپلو سترګو دغه حالت لیدلی دی. افغان حکومت په دې اړه بې غوری کوی، آن په ایران کې د افغانستان سفارت هم په دې اړه بې خبره ساتل کېږی او د ایرانی رژیم له خوا ورسره چلند د دیپلوماتیکو ارزښتونو او په تېره له افغان کارګرو سره د هغوی چلند غیر اسلامی، غیر انسانی او د بشری ارزښتونو پر خلاف دی! افغان حکومت دې په دې اړه جدې ګامونه پورته کړی، د بهرنیو چارو وزارت باید په دې اړه له ایران سره خبره یوې خوا ته کړی او د وژل شویو افغانانو غرامت ترې واخلی، ځکه هغوی په ایران کې د پرمختیایی پروژو پر کارونو لګیا دی او په همداسې حالت کې یې د کرونا په پلمه وژل، ستر ظلم او ناروا ده، چې باید هر وژل شوی افغان خونبها ترې واخیستل شی! د بهرنیو چارو وزرات باید په دې اړه جدی پلټنې وکړی، چې تر اوسه په ایران کې څومره افغان کارګر د کرونا په پلمه وژل شوی دی! په دې اړه باید پوره احسایه واخیستل شی او د افغانانو د ژغورنې او په زور د را شړلو د مخنیوی لپاره اقدمات وکړی،دا حالت ځکه د اندېښنې وړ دی، چې د کرونا ویروس په ایرن او افغانستان کې هم د نورې نړۍ په څېر خپور شوی او ولس ګواښی، دا ویروس نه یوازې د ملتونو ژوند ته خطر پېښ کړی او نړیوال انسانی بحران یې را وستلی، بلکې نړیوال اقتصادی بحران یې هم را وستلی دی. افغان حکومت باید په دغه راز حالت کې د خپلو اطباعو ژوند وژغوری او له ایرانه یې په خوندی توګه را ستانه کړی، ځکه ایران یې په بېلابېلو پلمو وژنی او له افغانستان سره یې پولې هم تړلې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید