روزنامه هیواد

د بین الافغانی خبرو له پیله وړاندې مقدماتی غونډې!

پرون ماښام په مسکو کې د افغان سولې لپاره د افغانستان، روسیې او امریکا درى اړخیزه غونډه جوړه شوې وه او نن  سبا به په بروکسل کې هم د ناټو غړیو هېوادونو مشرانو غونډه جوړه شی، د مسکو په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیرمحمد حنیف اتمر د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ګډون کړى و. دوى د تاوتریخوالی پر کمېدو، د زندانیانو پر راخوشی کېدو، بین‌الافغانی مذاکراتو، دایمی اوربند او د سولې لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پر رامنځته کولو هم خبرې کړې دی. د امریکا او روسیې حکومتونو د زندانیانو د راخوشی کولو په برخه کې د افغانستان د ژمنو هرکلى کړى،ځکه دا د بین‌الافغانی خبرو د پیل لپاره مهم ګام دى. د دواړو لوریو له ‌خوا بین‌الافغانی خبرو ته د چمتووالی هرکلى شوى او ویل شوی چې دایمی او پراخ اوربند باید د دغو بحثونو اصلی ټکى وی. درېیو اړخونو ( افغانستان، امریکا او روسیې ) توافق وکړ چې د افغانستان د سولې اړوندو خپلو غونډو ته به دوام ورکړی.دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو د ۳۰ غړیو هېوادونو دفاع وزیران به هم نن او سبا (د جون ۱۷مه او ۱۸مه) د کرونا ویروس بحران ته د رسېدو ترڅنګ د افغان سولې په اړه هم خبرې وکړی. په دې غونډه کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت ارزونه هم کېږی. دا مقدماتی غونډې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغانی غونډې له پیله وړاندې جوړېږی، خو سره له دې، چې د سولې لپاره مناسب وخت دى او په دې اړه هم کورنۍ او هم نړیواله اجماع را منځه شوې، خو لا هم د سولې په مخ کې خنډونه شته! له یوې خوا روسیه او ایران او له بلې خوا پاکستان هڅه کوی، چې په افغانستان کې د هغوى د خوښې حکومت وی او که د سولې لپاره توافق هم کېږی، نو د دوى فشار به د داسې حکومت رامنځته کولو لپاره وی. نه پوهېږو چې په دوحه کې به د سولې لپاره لومړۍ بین الافغانی غونډه څه وخت جوړه شی، خو تر فشار لاندې طالبان به بیا هم د دغو لوریو په استازیتوب هڅه کوی، ځکه دې ډلې له امریکا سره په دوحه کې په دې اړه ۱۸میاشتې خبرې وکړې،خو نه یې سوله وکړه او نه یې هم له امریکا سره تړون ته ژمنتیا په ډاګه کړه، لامل یې همدا دى، چې دوى خپلواک نه دی او دغو لوریو پرې ستره پانګونه کړې، اړ دی، چې د هغوى د ګټو لپاره چنې ووهی!  ناټو ائتلاف ته د امریکا استازې هم په پیغام کې ویلی: (( اوس‌ افغانستان د ټول‌شموله حکومت جوړولو او تلپاتې سولې تاریخی فرصت لری. افغانان غواړی دا جګړه پاى ته ورسېږی او موږ هیله لرو چې د بین‌الافغانی خبرو په پایله کې به داسې موافقه رامنځته شی،چې تاوتریخوالى پاى ته ورسېږی، انسانی حقونه خوندی شی، قانون پر هر څه برلاسى وی او د ترورېستانو خوندی ځایونه د تل لپاره له ‌منځه لاړ شی.)) دلته د [ ټول شموله حکومت ] خبره باید روښانه شی، اوسنى حکومت له منځه وړل کېږی او که نور هم کار پرې کېږی، چې ټول مشوله شی؟! خو افغانان د نظامونو نوره تجربه نه غواړی، بلکې له طالبانو غوښتنه کوی، چې د سولې له بهیر سره یوځاى شی او حکومت باید په اوسنی نظام کې هغوى ته ونډه ورکړی ،چې د سیاسی فعالیتونو لپاره یې ټولې قانونی لارې چارې برابرې شی! له دې پرته د یادو هېوادونو په خوښه د مزدور او لاسپوڅی حکومت لپاره هڅې هم له افغان ولس سره ستره جفا ده او هم د نړیوالې ټولنې وروستۍ لاسته راوړنو ته سپکاوى دى! افغان حکومت د ملت د دغه پیغام پر بنسټ په پیاوړی دریځ سره د تلپاتې او باعزته سولې لپاره کار کوی. یقیناً چې نن او سبا به د ناټو په  غونډه کې هم پرهمدې تمرکز وشی، ناټو به نه یوازې په پوځی، بلکې د کرونا په وړاندې د مبارزې په برخه کې هم د افغانانو لپاره ډېر څه وکړی، خو دا تمه له امریکا کېده، د امریکا ولسمشر نه یوازې د ترهګرۍ جګړه ونه ګټله، بلکې د فبرورۍ په ۲۹ مه یې له طالبانو سره داسې تړون لاسلیک کړ، چې هم یې خپلو سیالانو ته په کې ماتې منلې او هم یې د افغانستان لپاره کومه سمه لاسته راوړنه نه لرله، ځکه له هغه تړونه په پرله پسې توګه طالبان سرغړونه کوی، نه د سولې له بهیر سره یوځاى شول او نه یې هم له ترهګرۍ سره اړیکې پرې کړې؟!  دا اوس ستره نړیواله او خپله په امریکا لویه اندېښنه ده، خو ښایی د امریکا د نوی ولسمشر تر ټاکل کېدا وروسته دغه حالت سم شی او د افغان سولې لپاره سم او پر ځاى کار وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید