روزنامه هیواد

په اى پی اېل کې بریاوې راشد خان

د افغانستان د ملی لوبډلې تکړه او سوکه توپ اچوونکی راشد خان په بیګ باش لیګ کې د خپلې لوبډلې (اډلیډ سټرایکرز) له خوا په پرله پسې ډول په دویم وار له ټولو ارزښتناک لوبغاړی ټاکل شوی.د اډلیډ سټرایکرز لوبډلې پر خپله ټویټر پاڼه د راشد خان د غوره وېکټو اخیستلو ویډیو خپره کړې او ویلی یې دی چې راشد خان د یادې لوبډلې د ۲۰۱۸-۱۹م کال له ټولو ارزښتناک لوبغاړی دی.راشد خان په ۲۰۱۷-۱۸م کال کې هم د خپلې لوبډلې له ټولو ارزښتناک لوبغاړى ټاکل شوى و.راشد خان هم په دې اړه خوښی ښودلې او خپلې لوبډلې او مینوالو ته یې مبارکی ویلې ، نوموړی کاږلی: (( خوښ یم چې یو وار بیا د بګ باش په ټورنمنټ کې د خپل ټیم سټرایکرز لپاره د کال ارزښتناک لوبغاړى غوره شوم. خپل ټیم او مینوالو ته مبارکی وایم. ستاسو له دعاوو او نیکو هیلو مننه.))د راشد خان لوبډلې د نوموړی په مرسته د ۲۰۱۷-۱۸ بیګ باش سیالیو اتلولی خپله کړې وه، نوموړی په دغه پړاو کې ۱۸ زیاتې وېکټې اخیستې وې، خو په تېر پړاو کې چې نوموړی یو وار بیا له یادې لوبډلې سره غوره توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه ،خو لوبډله یې ژر له سیالیو بهر شوه.د بیګ باش اووم پړاو سیالیو چې په ۲۰۱۸-۱۹ کال کې ترسره شوې دا وار د محمد نبی لوبډلې اتلولی وګټله، نوموړی د خپلې لوبډلې په ګټه د آلراونډر په حیث لوبه ترسره کړه چې کامیاب ثابت شو.پر راشد خان او محمد نبی سربېره سږکال په یاد لیګ کې مجیب ځدران او قیس احمد هم ولوبېدل، مجیب د بریزبین هیټ او قیس د هوبارټ هوریکنز لوبډلې په ګټه ولوبېدل چې ښه وځلیدل.

د یوبل خبر له مخې:

د هند غوره لیګ سیالیو د دولسم پړاو په اتمه لوبه کې د سنرایزز حیدر اباد او راجستان رائلز لوبډلې مخامخ شوې چې په کې سنرایزز لوبډلې د راشد خان په مرسته سیالې لوبډلې ته د ۵ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.د سنرایزز لوبډلې ارزښتناک لوبغاړی راشد خان د خپلې لوبډلې په ګټه له ۱۹۸ منډو څخه په خپلو څلورو اورونو کې یوازې ۲۴ منډې ورکړې او د جویس بټلر مهمه وېکټه یې واخیسته، راشد خان په هند غوره لیګ د بټلر پر وړاندې ریکارډ لری، نوموړی بټلر ته ټول لس توپونه اچولی، ۴ یې ترې منډې جوړې کړی ،خو څلور ځلې یې سوځولی دی.په یاده لوبه کې لومړی د راجستان لوبډلې توپوهنه وکړه، چې د سنجی سمسون او لوبډلمشر اجینکی رهانې په مرسته یې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۸ منډې جوړې کړې، سنجی سمسون د روان کال آی پی ایل لومړۍ سلیزه ووهله.په ځواب کې د ډیویډ وارنر او جونی بیرسټو برق رفتار توپوهنې سنرایزز لوبډلې ته چټک پېل ورکړ، خو په وروستیو کې چې لوبه یو څه سخته شوې وه راشد خان پرله پسې څلوریزه او په زړه پورې شپږیزه ووهله چې لوبډلې ته یې یو اور وړاندې بریا ورکړه، نوموړی په هر اړخیزه لوبې کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.تر دې دمه د راشد خان لوبډلې ۲ سیالۍ ترسره کړی چې یوه کې یې ماتې او دویمه کې بریا خپله کړې ده، دده سربېره د مجیب الرحمن پنجاب لوبډلې هم د دوو سیالیو څخه یوه بایللې او بله کې بریا خپله کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید