روزنامه هیواد

په امریکا کې ۱۰۰ افغان پیلوټانو زده کړې بشپړې کړې

د امریکا هوایی ځواک اعلام وکړ ،چې د A-29   سوپرتوکانو الوتکو لپاره یو شمېر افغان پیلوټان او ټکنیشنان، چې په امریکا کې یې زده کړې کولې، فارغ شول.دغو افغانانو د میسی سی پی په کولمبس هوایی اډه کې زده کړې وکړې او د نوومبر په دیارلسمه یې زده کړې او روزنې بشپړې کړې.دوی د پېلوټۍ ۵ کاله زده کړې وکړې.د امریکا د یو پی آی د راپور له مخې: د افغانستان د هوایی ځواک لپاره ۳۰ پیلوټان او ۷۰ ټکنیشنان روزل شوی دی.دا پیلوټان په داسې ورځ فارغ شول ،چې د امریکا نوی سرپرست دفاع وزیر کریسټوفر مېلر وویل، چې د امریکا متحده ایالتونه به د جنورۍ تر ۱۵ مې له افغانستان او عراق څخه ۲۵۰۰ پوځیان وباسی.د امریکا هوایی ځواک وایی ،چې افغان پیلوټان او روزونکی به د A-29 الوتکو بل پروګرام په افغانستان کې بشپړ کړی.د امریکا د دفاع وزارت د هوایی ځواک د نړیوالو چارو مرستیال (معین) کیلی سیبال وویل: (( هغو کسانو ته ،چې د افغانستان د فضا دفاع به کوی، مبارکی وایم. ستاسو خدمت او خپلې دندې ته د ځان وقفول به ستاسو، ستاسو کورنیو، ستاسو هوایی ځواک او ستاسو هېواد ته ستر بدلون راوړی.))په امریکا کې د افغانستان سفیرې رویا رحمانی وویل: (( د دوی ماموریت آسانه نه دی. دوی له هغو چلینجونو او مسوولیتونو خبر دی، چې ورسپارل کېږی، خو دوی پوهېږی چې دا نه یوازې مهم دی ،بلکې زموږ د هېواد د امینت د راتلونکې لپاره حساس دی.))

ممکن است شما دوست داشته باشید