روزنامه هیواد

په امریکا کې چاودنې ۲۰ کسان ټپیان کړی

د امریکا د فلوریډا ایالت په جنوب کې د پیزې په رستورانت کې چاودنې له شلو زیات کسان ټپیان کړی.دا چاودنه د فورت لاوډیر ډېل سیمې د جنوب په هغه واټ کې شوې ،چې ډېره ګڼه ګوڼه په‌کې وی او په نتیجه کې رستورانت ویجاړ شوی او څېرمه دوکانونه او موټر زیانمن شوی.د اطفاییې مامورینو ویلی، چې د پېښې په ځای کې یې د ګاز چاودلی پایپونه موندلی، خو چارواکی وایی: د پېښې د عواملو په اړه پرېکړه تراوسه له وخته مخکې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید