روزنامه هیواد

په امریکا کې د کورونا ویروس له امله د مړو شویو شمېر له ۲ لکو واوښت

په امریکا کې د کرونا ویروس له لاسه د مړو شویو خلکو شمېرو له دوو لکو واوښت.د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون راپور ورکړی، چې هلته په کورونا د اخته نږدې اووه میلیونه کسانو له ډلې دوه لکه او ۸۰۷ کسان مړه شوی.اندېښنې دا دی چې په امریکا کې ورځ تر بلې د کورونا مثبتې پېښې او مړینې زیاتېږی، خو دا هېواد په نږدې یوه نیمه میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې کوی.تر امریکا وروسته په برازیل او هند کې د کورونا له لاسه ګڼ خلک مړه شوی.په برازیل کې د مړو شویو خلکو شمېر له یو لک او ۳۸ زرو کسانو او په هند کې له ن۹۰ زرو کسانو پورته تللی.په نړۍ کې څه باندې ۳۱ میلیونه کسان په کورونا اخته دی ،چې له ډلې یې ۲۳ میلیونه بېرته ښه شوی او له ډلې یې نږدې یو میلیون ۹۷۰ زره ۸۵۷ تنه مړه شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید