روزنامه هیواد

په افغان لوبډله کې تېزو بالرانو ته اړتیا ده

د افغان کرېکټ ملی لوبدلې کپتان وایی: که افغانستان تېز توپ اچوونکی ولری په نړیوالو لوبو کې به له سیالو لوبډلو سره ښې لوبې وکړی.کپتان ګلبدین نایب ویلی: افغانستان دا مهال د راشد خان او مجیب ځدران په څېر سوکه توپ اچوونکی لری ، خو پر وینا یې اړتیا ده، چې افغانستان تېز توپ اچوونکی هم ولری، چې د  نړۍ غوره لوبډلې له  ستونزو سره مخامخ کړای شی. نایب  زیاته کړې وروستیو دوو درېیو کلونو کې، چې په ځانګړې توګه مجیب ځدران لوبډلې ته راغلى، افغانستان برید کوونکی توپ اچونه کې په سپېن بالرانو تکیه زیاته کړې. دا په داسې حال کې ده، چې افغان لوبډلې سږنی نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه هم ویسټ انډیز ته په ۲۳ منډو وبایلله. ویسټ انډیز بیګا افغان لوبډلې ته ۳۱۱ منډې ټارګېټ ورکړ او ۶ لوبغاړی یې وسوځېدل، خو افغان لوبډلې په ۱۰ وېکټو ایله ۲۸۸ منډې جوړې کړای شوې.افغانستان لپاره د وړمې شپې په لوبه کې اکرام علی خېل  ۸۶، رحمت شاه زرمتی ۶۲ او اصغر افغان ۴۰ له نورو زیاتې منډې وکړې. په بالینګ لاین کې بیا افغانستان لپاره دولت ځدران دوه، راشد او سعید شیرزاد ۱-۱ وېکټه واخیسته.د افغانستان کرېکټ لوبغاړی به له دې وروسته خپل هېواد ته راستنېږی، خو داسې راپورونه دی، چې کوچ فیل سیمنز به له لوبډلې سره مخه ښه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید